ایران په قدرت سره د امریکا اقدام ته ځواب ورکړ
ایران په قدرت سره د امریکا اقدام ته ځواب ورکړ
ایرنا خبري اژانس وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال حسین امیر عبداللهیان پرون په تهران کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور د پایلو د ستراتيژیکو او سیاسي اړخونو په غونډې کښې وویل
د قاسم سلیماني له ټرور وروسته امریکا ته د ایران د خارجه وزارت ډيپلوماټیکو ځوابونو د امریکا په اډو باندې د ایران د توغندیو د ویشتلو لپاره په نړیوال او سیاسي ډګر کښې ښه زمینه برابره کړه .
هغه وویل د قاسم سلیماني ټرور د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د هغه د ګیرچاپیر کسانو د قدرت د ښودلو لپاره وو او که چیرې ایران دغه ټرور ته په قدرت سره ځواب نه ورکولای امریکا نوره هم قدرتمنه کیدله .
حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې ټینګار سره چې لویدیځه اسیا د سردار قاسم سلیماني له ټرور څخه مخکې او وروسته اوس فرق لري ډاګینه کړه لویدیځه اسیا د قاسم سلیماني له ټرور وروسته د امریکا لپاره ښه ځای نه دی او امریکا نشي کولای په راحتې سره په دغه سیمه کښې پاتې شي .