برید جنرال قاآني:
د نړۍ پتمن به د شهید سلیماني د وینې بدل واخلي
د قدس ځواک نوی قومندان وايي، د ټولې نړۍ پتمنان او آزادي غواړي د شهید سلیماني د وینې بدل غواړي او غچ به یې له دښمنانو واخلي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان په دې خبرې سره چې دښمن ډګر جنرال قاسم سلیماني په ډیرې ناځوانۍ سره شهید کړ، وویل: د ټولې نړۍ پتمنان او آزادي غواړي د شهید سلیماني د وینې بدل غواړي او غچ به یې له دښمنانو واخلي.
د سپاه نیوز د خبر له مخې برید جنرال سردار اسماعیل قاآني پرون په تهران کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د قدس ځواک د قومندان په توګه د خپلې معرفې په دستورو کښې، په دې خبرې سره چې دښمنانو د جنګ په میدان کښې له ډګر جنرال سلیماني سره د نښتې او مقابلې توان نه درلود، ټینګار وکړ: په کومه روښانه لاره چې شهید سلیماني په اقتدار او ټینګتیا سره ګام پورته کوي، هغه به په پوره قدرت سره جاري پاتې شي.
برید جنرال قاآني د امریکې سیاست شیطنت، دښمني او خباثت وباله او څرګنده یې کړه چې د ایران دښمنان له زور پرته په بله ژبه نه پوهیږي، په دې وجه پکار دي چې په وړاندې یې په قدرت سره دریدنه او مقاومت وشي.
د سپاه پاسداران د قدس ځواک دغه نوي قومندان هم داشان د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د شخصیت په وصف کښې هم وویل: د ولایت پوره پیروي د شهید سلیماني د اقداماتو چورلیز او اصلي ځانګړنه یې وه او بلآخره د اسلام د لوړاوي په لاره کښې د کلونو کلونو له مجاهدت وروسته خپلې آرزو یعنې شهادت ته ورسید.