په ډګرکې دخلکوپه میلیونی شتون سره د امریکادسیسه شنډه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87425-په_ډګرکې_دخلکوپه_میلیونی_شتون_سره_د_امریکادسیسه_شنډه_شوه
د جنرال قاسم سلیمانی او ورسره د مبارزو شهیدانو د جنازو په دستورو کې د ایران او عراق دخلکو میلیونی شتون،لامل شوی چې امریکا د جنرال قاسم سلیمانی له ترور وروسته حتی له ځان سره خپل متحدان هم ملګری نه کړائ شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 22, 2020 01:30 Asia/Kabul
  • په ډګرکې دخلکوپه میلیونی شتون سره د امریکادسیسه شنډه شوه

د جنرال قاسم سلیمانی او ورسره د مبارزو شهیدانو د جنازو په دستورو کې د ایران او عراق دخلکو میلیونی شتون،لامل شوی چې امریکا د جنرال قاسم سلیمانی له ترور وروسته حتی له ځان سره خپل متحدان هم ملګری نه کړائ شی .

زمونږخبریال راپورراکړ  د ایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر وئیلی  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د  خدای بخښلی قوماندان  شهید جنرال قاسم سلیمانی  د جنازې په دستورو کې د  خلکو پراخ ګډون  د امریکایانو یوه بله د سیسه هم  شنډه کړه .

 ډاکټر حسن روحانی  د فرهنګی انقلاب دلوړې شورا په غونډې کې  د ایران  عراق په بیلابیلو ښارونو کې د   جنرال قاسم سلیمانی او ورسره د مبارزو شهیدانو د جنازو  په دستورو کې  د دواړو هیوادونو  دخلکو میلیونی شتون  ته  اشاره کړې او وئیلی ئې دی ، دغه میلیونی شتون ، لامل شوی  چې امریکا  د جنرال قاسم سلیمانی له ترور وروسته  حتی  له ځان سره خپل متحدان هم  ملګری نه کړائ شی .

 د اسلامی ایران ولسمشر ټینګار کړی ، د شیهد سلیمانی له ترور وروسته  په ټیلیفونی تماسونو کې ځینو اروپائی مشرانو ، ددغې موضوع په باب  افسوس کړی او د امریکا دغه اقدام ئې  د سیمې لپاره خطرناک بللی دی .