امریکا یوځل بیا بې شرمه شوه
په ډګرکې دخلکوپه میلیونی شتون سره د امریکادسیسه شنډه شوه
د جنرال قاسم سلیمانی او ورسره د مبارزو شهیدانو د جنازو په دستورو کې د ایران او عراق دخلکو میلیونی شتون،لامل شوی چې امریکا د جنرال قاسم سلیمانی له ترور وروسته حتی له ځان سره خپل متحدان هم ملګری نه کړائ شی .
زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر وئیلی د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د خدای بخښلی قوماندان شهید جنرال قاسم سلیمانی د جنازې په دستورو کې د خلکو پراخ ګډون د امریکایانو یوه بله د سیسه هم شنډه کړه .
ډاکټر حسن روحانی د فرهنګی انقلاب دلوړې شورا په غونډې کې د ایران عراق په بیلابیلو ښارونو کې د جنرال قاسم سلیمانی او ورسره د مبارزو شهیدانو د جنازو په دستورو کې د دواړو هیوادونو دخلکو میلیونی شتون ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی ، دغه میلیونی شتون ، لامل شوی چې امریکا د جنرال قاسم سلیمانی له ترور وروسته حتی له ځان سره خپل متحدان هم ملګری نه کړائ شی .
د اسلامی ایران ولسمشر ټینګار کړی ، د شیهد سلیمانی له ترور وروسته په ټیلیفونی تماسونو کې ځینو اروپائی مشرانو ، ددغې موضوع په باب افسوس کړی او د امریکا دغه اقدام ئې د سیمې لپاره خطرناک بللی دی .