د ایران د سلواغې د ۳ نیټې ځینې مطبوعات
د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف ویلی دی چی اروپا په ایټمی موافقه کې خپل شرافت وړیا خرڅ کړ .
کیهان
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی وایی دښمنان د ایران له ولسي او کلتوري قدرته ویره لري.ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د دې خبرې په کولو سره چی دښمنان د ایران له ولسی او کلتوری قدرته ویره لری وویل د ایران ولس ماته نه خوړونکې دې . ښاغلی روحانی د کابینې په غونډه کې پر دې په ټینګار سره چی د خلکو له اتحاد ، سرشیندنې ، شتون او دریدا بره بل هیڅ قدرت نشته زیاته کړه د ایران خلک تل په ایثار او سرشیندنې سره په بیلابیلو پیښو او مسلو کې د یوه بل په څنګ کې دریږی .
روحانی د ایران دراتلونکیو ټاکنو اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل هغه کسان چی په سپینې ماڼۍ کې ناست دی د ایرانی ملت لپاره فیصله نشی کولې بلکې دا خلک دی چی د خپلې لوړې روحیې او د مقاومت د ایمان په ماڼۍ کې فیصله کوی .
لبنان یو ګام مخ ته ولاړ ، حسان دیاب حکومت جوړ کړ .
د نړیوالو جرمونومحاکمې د صیهونیستی چارواکو له تعقیبولو شاتګ وکړ .
ملګرو ملتو د لیبیا د کړکیچ په اواری کې د بی وسۍ اعلان وکړ .
ښاغلی موسوی وایی سیمه کښې به د ایران معنوي نفوذ او شتون دوام ولري . د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي په دې خبرې سره چې دښمن د ډګر جنرال قاسم سلیماني په ټرور کولو سره په سیمه کښې د ایران د نفوذ او د شتون د کمولو هڅه کوي وویل په سیمه کښې به د ایران د اسلامي جمهوریت معنوي نفوذ او له صلابت څخه ډک شتون دوام ولري.
جمهوری اسلامی
د ایران د ایټمی انرژۍ ادارې مشر ښاغلی صالحی ویلی دی اروپا په ایټمی موافقه کې د اختلافو د رفع کولو دبیانیې په صادرولو سره خپله بې وسی څرګنده کړه .
د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی وایی له عراقه د امریکایی عسکرو د ویستلو لپاره سلا و مشورې پیل شوی دی .
سعودی عربستان له اسلامی ایران سره د خبرو اترو لپاره چمتووالې اعلان کړ . د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان په دې خبرې سره چې زیاتو هیوادونو د ایران او د عربستان ترمینځ د خبرواترو لپاره د مینځګړیتوب وړاندیزونه کړي دي وویل عربستان له ایران سره د خبرو اترو پیلولو ته تیار دی .
په عین حال کښې د ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي وویل ایران له سعودي عربستان سره د اړیکو د ښه کولو هرکلی کوي .
واعظي په دې خبرې سره چې په تیرو وختونو کښې د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ ښې اړیکې وې ډاګینه کړه د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د تاوتریخوالي ختمیدل د سیمې په ګټه دي .
ایران او عربستان په تیرو میاشتو کښې په دوه اړخیزه اړیکو کښې د تاوتریخوالي د هواري لپاره د پیغامونو هرکلی وکړ .
له دې مخکې هم د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي ویلي وو دایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني له سعودي عربستان سره د خبرو اترو لپاره د ایران پیغام وړونکی وو خو امریکا هغه په بغداد کښې په ترهګرې حملې کښې شهید کړ.
ورځپاڼه په خپل بل مخ لیکی د عراق ولس به د جمعې په ورځ په پراخو مظاهرو کی امریکا ته کلک ځواب ورکړی .
د لبنان د ملی ژغورنې حکومت په شلو وزیرانو سره جوړ شو .
ایران او عمان خپلې د ورورولۍ اړیکې نوره هم پراخوی .د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په تهران کې د عمان له خارجه وزیر یوسف بن علوی سره په کتنې کې د دواړو هیوادونو د اړیکو دپراختیا او د مشورو د زیاتولو په باب سره بحث او خبرې اترې کړی دی .
د عین الاسد زخمونه په یوه بل پسې ځان څرګندوی . واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلی دی یو شمیر امریکایی عسکر د درملنې لپاره له عراقه بهر منتقل شوی دی او امریکایی چارواکو هم دا احتمال چی دغه شمیر په راتلونکیو ورځو کې زیات شی ، ندې رد کړې .
جوان
روحانی وایی په ډګرکې دخلکوپه میلیونی شتون سره د امریکادسیسه شنډه شوه . د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ویلی د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د خدای بخښلی قوماندان شهید قاسم سلیمانی د جنازې په دستورو کې د خلکو پراخ ګډون د امریکایانو یوه بله د سیسه هم شنډه کړه .
ډاکټر حسن روحانی د فرهنګی انقلاب دلوړې شورا په غونډې کې د ایران عراق په بیلابیلو ښارونو کې د جنرال قاسم سلیمانی او ورسره د مبارزو شهیدانو د جنازو په دستورو کې د دواړو هیوادونو دخلکو میلیونی شتون ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی ، دغه میلیونی شتون ، لامل شوی چې امریکا د جنرال قاسم سلیمانی له ترور وروسته حتی له ځان سره خپل متحدان هم ملګری نه کړائ شی .
د اسلامی ایران ولسمشر ټینګار کړی ، د شیهد سلیمانی له ترور وروسته په ټیلیفونی تماسونو کې ځینو اروپائی مشرانو ، ددغې موضوع په باب افسوس کړی او د امریکا دغه اقدام ئې د سیمې لپاره خطرناک بللی دی .
امریکا د چین او دپاکستان د پروژې پرضد تبلیغات کوي . په پاکستان کښې د چین سفارت د چین او پاکستان د اقتصادي کوریډور پرضد د جنوبي اسیا په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي میرمن الیس ویلز نیوکه منفي تبلیغات وبلل او هغه یې د اسلام اباد او پیکینګ په اړیکو کښې د واشنګټن لاسوهنه وبلله .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ اسیتضاح پیل شوي ده .
د عراق خلک سبا د امریکا پرضد سترې مظاهرې کوي . د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ مشر قیس الخزعلي وویل د امریکا ضدسبا مظاهرې د بریتانیا د استعمار پرضد د عراق د خلکو د نولس سوه شلم میلادي کال د انقلاب یادونه کوي . هغه وویل د پلازمینې بغداد په شمول د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې د جمعې له لمانځه وروسته د عراق د خلکو د سبا ورځې میلیوني مظاهرې به «انقلاب عشرین» وي .