د ایران د سلواغې د ۳ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87455-د_ایران_د_سلواغې_د_۳_نیټې_ځینې_مطبوعات
د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف ویلی دی چی اروپا په ایټمی موافقه کې خپل شرافت وړیا خرڅ کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2020 08:36 Asia/Kabul
  • د ایران د سلواغې د ۳ نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف ویلی دی چی اروپا په ایټمی موافقه کې خپل شرافت وړیا خرڅ کړ .

 

کیهان

 

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی وایی دښمنان د ایران له ولسي او کلتوري قدرته ویره لري.ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د دې خبرې په کولو سره چی دښمنان د ایران له ولسی او کلتوری قدرته ویره لری وویل د ایران ولس ماته نه خوړونکې دې . ښاغلی روحانی د کابینې په غونډه کې پر دې په ټینګار سره چی د خلکو له اتحاد ، سرشیندنې ، شتون او دریدا بره بل هیڅ قدرت نشته زیاته کړه د ایران خلک تل په ایثار او سرشیندنې سره په بیلابیلو پیښو او مسلو کې  د یوه بل په څنګ کې دریږی .

روحانی د ایران  دراتلونکیو ټاکنو اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل هغه کسان چی په سپینې ماڼۍ کې ناست دی د ایرانی ملت لپاره فیصله نشی کولې بلکې دا خلک دی چی د خپلې لوړې روحیې او د  مقاومت د ایمان په ماڼۍ کې فیصله کوی .

لبنان یو ګام مخ ته ولاړ ، حسان دیاب حکومت جوړ کړ .

د نړیوالو جرمونومحاکمې د صیهونیستی چارواکو له تعقیبولو شاتګ وکړ .

ملګرو ملتو د لیبیا د کړکیچ په اواری کې د بی وسۍ اعلان وکړ .

ښاغلی موسوی وایی  سیمه کښې به د ایران معنوي نفوذ او شتون دوام ولري .   د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي په دې خبرې سره چې دښمن د ډګر جنرال قاسم سلیماني په ټرور کولو سره په سیمه کښې د ایران د نفوذ او د شتون د کمولو هڅه کوي وویل په سیمه کښې به د ایران د اسلامي جمهوریت معنوي نفوذ او له صلابت څخه ډک شتون دوام ولري.

جمهوری اسلامی

د ایران د ایټمی انرژۍ ادارې مشر ښاغلی صالحی ویلی دی اروپا په ایټمی موافقه کې د اختلافو د رفع کولو دبیانیې په صادرولو سره خپله بې وسی څرګنده کړه .

د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی وایی له عراقه د امریکایی عسکرو د ویستلو لپاره سلا و مشورې پیل شوی دی .

سعودی عربستان له اسلامی ایران سره د خبرو اترو لپاره چمتووالې اعلان کړ . د سعودي عربستان خارجه  وزیر فیصل بن فرحان په دې خبرې سره چې زیاتو هیوادونو د ایران او د عربستان ترمینځ د خبرواترو لپاره د مینځګړیتوب وړاندیزونه کړي دي وویل عربستان له ایران سره د خبرو اترو پیلولو ته تیار دی .

په عین حال کښې د ایران د ولسمشر د دفتر  مشر محمود واعظي وویل ایران له سعودي عربستان سره د اړیکو د ښه کولو هرکلی کوي .

واعظي په دې خبرې سره چې په تیرو وختونو کښې د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ ښې اړیکې وې ډاګینه کړه د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د تاوتریخوالي ختمیدل د سیمې په ګټه دي .

ایران او عربستان په تیرو میاشتو کښې په دوه اړخیزه اړیکو کښې د تاوتریخوالي د هواري لپاره د پیغامونو هرکلی وکړ .

له دې مخکې هم د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي ویلي وو دایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني له سعودي عربستان سره د  خبرو اترو لپاره د ایران پیغام وړونکی وو خو  امریکا  هغه په بغداد کښې په ترهګرې  حملې کښې شهید کړ.

ورځپاڼه په خپل بل مخ لیکی د عراق ولس به د جمعې په ورځ په پراخو مظاهرو کی امریکا ته کلک ځواب ورکړی .

د لبنان د ملی ژغورنې حکومت په شلو وزیرانو سره جوړ شو .

ایران او عمان خپلې د ورورولۍ اړیکې نوره هم پراخوی  .د ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف په تهران کې د عمان له خارجه وزیر یوسف بن علوی سره په کتنې کې  د دواړو هیوادونو د اړیکو دپراختیا  او د مشورو د زیاتولو په باب سره بحث او خبرې اترې  کړی دی .

د عین الاسد زخمونه په یوه بل پسې ځان څرګندوی . واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلی دی یو شمیر امریکایی عسکر د درملنې لپاره له عراقه بهر منتقل شوی دی او امریکایی چارواکو هم دا احتمال چی دغه شمیر په راتلونکیو ورځو کې زیات شی ، ندې رد کړې .

 جوان

 روحانی وایی په ډګرکې دخلکوپه میلیونی شتون سره د امریکادسیسه شنډه شوه . د ایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر ویلی  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د  خدای بخښلی قوماندان  شهید قاسم سلیمانی  د جنازې په دستورو کې د  خلکو پراخ ګډون  د امریکایانو یوه بله د سیسه هم  شنډه کړه .

 ډاکټر حسن روحانی  د فرهنګی انقلاب دلوړې شورا په غونډې کې  د ایران  عراق په بیلابیلو ښارونو کې د   جنرال قاسم سلیمانی او ورسره د مبارزو شهیدانو د جنازو  په دستورو کې  د دواړو هیوادونو  دخلکو میلیونی شتون  ته  اشاره کړې او وئیلی ئې دی ، دغه میلیونی شتون ، لامل شوی  چې امریکا  د جنرال قاسم سلیمانی له ترور وروسته  حتی  له ځان سره خپل متحدان هم  ملګری نه کړائ شی .

 د اسلامی ایران ولسمشر ټینګار کړی ، د شیهد سلیمانی له ترور وروسته  په ټیلیفونی تماسونو کې ځینو اروپائی مشرانو ، ددغې موضوع په باب  افسوس کړی او د امریکا دغه اقدام ئې  د سیمې لپاره خطرناک بللی دی .

امریکا د چین او دپاکستان د پروژې پرضد تبلیغات کوي . په پاکستان کښې د چین سفارت د چین او پاکستان د اقتصادي کوریډور پرضد د جنوبي اسیا په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي میرمن الیس ویلز نیوکه منفي تبلیغات وبلل او هغه یې د اسلام اباد او پیکینګ په اړیکو کښې د واشنګټن لاسوهنه وبلله .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ اسیتضاح پیل شوي ده .

د عراق خلک سبا د امریکا پرضد سترې مظاهرې کوي . د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ مشر قیس الخزعلي وویل د امریکا ضدسبا مظاهرې د بریتانیا د استعمار پرضد د عراق د خلکو د نولس سوه شلم میلادي کال د انقلاب یادونه کوي . هغه وویل  د پلازمینې بغداد په شمول د هیواد په بیلابیلو ښارونو  کښې د جمعې له لمانځه وروسته د عراق د خلکو د سبا ورځې میلیوني مظاهرې به  «انقلاب عشرین» وي .