د امریکا پولیس د سردارسلیمانی له نوم هم ویره لري
بابک سلیمانی په دې هکله وویل چی هڅه یې کړی ده د امریکا پولیس قانع کړی چی دا د کورنۍ نوم په ایران کی یو دود نوم دې او هغه له سردار شهید سلیمانی سره هیڅ ارتباط او نسبت نلری
د سی ، بی ، ایس چینل له راپور سره سم د امریکا سرحدی پولیسو د سردار شهید سلیمانی له نوم له ویرې په یوه اقدام کې د یوه ایرانی توکمه کاناډایی مخه په دې دلیل ونیوله چی د فامیل نوم یې سلیمانی وو .
بابک سلیمانی په یوه ټرانسپورټی شرکت کې کار کوی او د کاناډا په ټورنټو کې میشت دې او کلونه کلونه یې د امریکا او کاناډا ترمینځ تګ راتګ کړې دې . بابک سلیمانی په دې هکله وویل چی هڅه یې کړی ده د امریکا پولیس قانع کړی چی دا د کورنۍ نوم په ایران کی یو دود نوم دې او هغه له سردار شهید سلیمانی سره هیڅ ارتباط او نسبت نلری .
دغه راپور زیاتوی چی له اوو ساعتونو پوښتنو ګرویژنو وروسته هم د امریکا پولیس قانع نه شول او بابک ته یې امریکا ته د ورتلو اجازه ورنکړه .