د ایران د ولسمشر مرستیاله وايي
اسلامي ایران شخړه نه غواړي
د ښځو او کورنۍ په چارو کښې د ایران د ولسمشر مرستیالې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د لانجې او شخړې په تکل کښې نه دی.
معصومه ابتکار پرون په تهران کښې د سویډن د سفیر پيټر ټیلر په کتنه کښې، د لویدیځې آسیا حساس موقعیت ته په پام سره په سیمه کښې د صلحې او امنیت په ضرورت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: که سیمه ناکراره وي نو ټوله نړۍ اغیزمنوي چې څرګند مثال یې د داعش راپنځیدل او له امله یې په ټوله نړۍ کښې د کډوالۍ او پناهندګۍ ستونزې وې.
میرمن ابتکار څرګنده کړه: ایران د داعش د ختمولو لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې او د دغو ترهګرو د له مینځه وړلو لپاره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني بې وقفې کوششونه د صلحې د راوستلو په لړ کښې یو نړیوال اقدام ګڼل کیږي.
په دغه ملاقات کښې په ایران کښې د سویډن سفیر هم د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خبرواترو لپاره د نړیوالو لارو چارو او هم داشان د اینسټکس په نامه د ایران او اروپا د ځانګړي مالي سازوکار په اهمیت باندې ټینګار وکړ.