طالبانو د تمدن ټلوېزیون خپرونې بندې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174474-طالبانو_د_تمدن_ټلوېزیون_خپرونې_بندې_کړې
د تمدن ټلوېزیون ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تاسوعا او عاشورا حسیني ورځو له رارسېدو سره هم‌مهاله، امنیتي ځواکونو د دغه ټلوېزیون پر مرکزي دفتر عملیات ترسره کړي او ورسره یې د یادې رسنۍ خپرونې هم بندې کړې دي.
(last modified 2026-06-23T11:59:14+00:00 )
Jun 23, 2026 15:15 Asia/Kabul
  • طالبانو د تمدن ټلوېزیون خپرونې بندې کړې

د تمدن ټلوېزیون ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تاسوعا او عاشورا حسیني ورځو له رارسېدو سره هم‌مهاله، امنیتي ځواکونو د دغه ټلوېزیون پر مرکزي دفتر عملیات ترسره کړي او ورسره یې د یادې رسنۍ خپرونې هم بندې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، شاوخوا دوه کاله وړاندې هم طالبانو د تمدن ټلوېزیون پر دفتر عملیات کړي وو، خو هغه مهال یې خپرونې نه وې درولې.

تر اوسه طالب چارواکو د تمدن ټلوېزیون د خپرونو د بندېدو او د دې رسنۍ پر دفتر د ترسره شویو عملیاتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.