جولاني: له حزب‌الله سره خبرو ته چمتو یو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i174424-جولاني_له_حزب_الله_سره_خبرو_ته_چمتو_یو
د سوریې د اوسني حکومت مشر، احمد الشرع، ویلي چې سوریه به لبنان ته پوځونه ونه لېږي او د جګړې ترڅنګ نورې حل لارې هم شته.
(last modified 2026-06-22T03:34:24+00:00 )
Jun 22, 2026 08:01 Asia/Kabul
  • جولاني: له حزب‌الله سره خبرو ته چمتو یو

د سوریې د اوسني حکومت مشر، احمد الشرع، ویلي چې سوریه به لبنان ته پوځونه ونه لېږي او د جګړې ترڅنګ نورې حل لارې هم شته.

هغه زیاته کړې چې که د سوریې او لبنان په ګټه وي، چمتو دي له حزب‌الله سره په ګډ میز خبرې اترې وکړي.

د نوموړي په وینا، دمشق هره ورځ د حل لارې موندلو لپاره لبنانیانو ته د مرستې لاس غځوي.