د ایران د سلواغې داتمې ڼیتې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87586-د_ایران_د_سلواغې_داتمې_ڼیتې_ځینې_مطبوعات
کیهان په دې هکله په یوه راپور کی لیکی چی د طالبانو ویاند په یو بیانیه کښې خبر ورکړ چې په نسکوره شوي الوتکه کښې د امریکا یو شمیر زیات جاسوسي افسران مړه شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2020 14:18 Asia/Kabul
  •  د ایران د سلواغې داتمې ڼیتې ځینې مطبوعات

کیهان په دې هکله په یوه راپور کی لیکی چی د طالبانو ویاند په یو بیانیه کښې خبر ورکړ چې په نسکوره شوي الوتکه کښې د امریکا یو شمیر زیات جاسوسي افسران مړه شوي دي.

کیهان

نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د افغانستان په غزنی کی د امریکا د نسکورې شوی الوتکې انځورونه چاپ کړی دی او غټو ټکیو یې لیکلی دی چی طالبانو په غزنی کی د امریکا پوځی الوتکه نسکوره کړه او د سی ای اې په لسګونو افسران یې کړل .

کیهان په دې هکله په یوه راپور کی لیکی چی د طالبانو ویاند په یو بیانیه کښې خبر ورکړ چې په نسکوره شوي الوتکه کښې د امریکا یو شمیر زیات جاسوسي افسران مړه شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په غزني کښې د ترهګرې امریکا د نسکورې شوې الوتکې په اړه څرګنده کړه چې په غزني کښې د ترهګرې امریکا په یوې نسکوره شوي الوتکه کښې د امریکا یو شمېر زیات جاسوسي افسران وژلي شوي دي.

د طالبانو د بیانیې پر اساس، دغه الوتکه د طالبانو ډلې نسکوره کړي ده.

مجاهد وایې په دغه الوتکه کښې سواره ټول مهم افسران مړه شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې طالبانو د افغانستان په نورو ولایتونو کښې منجمله هلمند، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کښې هم د امریکایانو ځواکونو چورلکې او الوتکې نسکورې کړي دي.

د عراق حشد الشعبی وایی په بغداد کې د عراق په سفارت حمله زمونږ کار نه وو ، ځکه چی زمونږ حمله به له ایرانه کمه نه وی .

ایران د افغانستان په مشرۍ د دغه هیواد د صلحې د بهیر ملاتړ کوي . د اسلامي ایران خارجه وزیر په تهران کښې د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو په کتنه کښې وویل ایران یوې بین الافغاني موافقې ته تر رسیدو پورې د افغانستان د حکومت په لارښوونې او مشرۍ سره په دغه هیواد کښې د صلحې له بهیره ملاتړ کوي.

 

ایران

د رهبرۍ د ستر مقام په شتون سره د حضرت بی بی فاطمه الزهرا س د ویر دستورې ترسره شوې . ورځپاڼه په دې زمینه کی لیکی په دغو مراسمو کښې حجت‌الاسلام والمسلمین «ناصر رفیعی» په خپله وینا کښې د خدای او د الهي ارزښتونو لپاره قهر یو مقدس قهر وباله او ویې ویل: د اهل بیتو علیهم السلام سیرت ښودنه کوي چې له حق څخه د انکار، په دین کښې د بدعت رامینځته کولو، د مقدساتو د سپکاوي، ټولنیزو منکراتو او د چارواکو د فساد او خیانت په وړاندې غلې پاتې کیدل روا نه دي، هم هغه شان چې بې بې زهرا(س) د ولایت له حقه د انکار او د هغه د هیرولو په وړاندې غلې پاتې نه شوه.

حجت الاسلام رفیعي ولایت فقیه او د امام خمیني(رح) د وصیتنامې او شهیدانو په شان شیان د حق د پيژندلو لپاره پریکنده ځانګړنې وبللې او ویې ویل: البته د حق دفاع بې له لګښته نه کیږي، لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب سترو شهیدانو دا لګښت په خپلو سرونو سره ورکړ او په مقدس قهر سره یې د اسلام او ایران د دښمنانو د دسیسې مخه ونیوله.

په دغو مراسمو کښې هم داشان د اهل بیتو علیهم السلام مداحانو د صدیقه کبرا(س) په غم کښې نوحې وویلې او ماتم یې وکړ.

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانيوایی د ایران د خلکو یووالی او پیوستون د امریکې د دسیسو د ناکامۍ او ماتې سبب شوی دی .

د امریکا پخوانی ولسمکشر اوباما ویلی دی ټرمپ یو فاشسټ دې .

په کاناډا او امریکا کی د ټرمپ د ایرانی ضد سیاستونو پرخلاف مظاهرې ترسره شوې .

عربستان ته د اسرایلیانو سفر مجاز شو .

 

خراسان

دغې ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ لیکلی دی په غزنی کی د سی ای اې ښکار ، ورځپاڼه د طالبانو له قوله لیکی چی په غزنی کی یې د امریکا جاسوسی الوتکه نسکوره کړی ده چی پکې لوړ رتبه افسران هلاک شوی دی . د امریکا سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا دفاع وزیر مارک اسپیر د افغانستان د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په سادوخیلو سیمه کښې د واشنګټن د نسکور شوي الوتکې په هکله د اطلاعاتو له ورکولو او دریځ غوره کولو ډډه وکړه .

د فلسطین او غیر فلسطین  بیلا بیلو شخصیتونو د پیړۍ معاملې له امریکایی طرحې سره کلک مخالفت کړې دې .

د ترکیې د زلزلې د تلفاتو شمیر ۳۱ وژل شویو او ۱۵۴۷ ژوبلو ته زیات شو .

د یمن مفتی اعظم ویلی دی عربستان د اسلامی امت خاین دې .

د صیهونیسټ رژیم جنګی الوتکو په غزې بمباری وکړه .