د عربستان رژیم د ترهګر ټرمپ په جرم کښې شریک دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي سعودي رژیم د امریکا د ترهګر ولسمشر په جرم کښې شریک وباله .
هغه د امریکا له سي این این ټیلي ويژن سره د سعودي عربستان د خارجه وزیر فیصل بن فرحان په ورستیو څرګندونو باندې نیوکې سره پرون وویل څرنګه چې عربستان ځان د داعش او د نورو ترهګرو ډلو د پلار په رول کښې ویني نو فکر کوي چې د امریکا د ترهګر ولسمشر ټرمپ لخوا د مقاومت د چورلیز د قومندانانو شهیدول د ترهګرو ډلو او د ترهګرو حکومتونو د امنیت سبب شوي دي .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي وویل د عراق په خاوره کښې او دبغداد له حکومت سره له غږملتیا پرته د امریکا د ترهګر پوځ لخوا د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران دقدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ټرور هغه هم په غیر پوځي هوايي ډګر کښې د عراق د داخلي مقرراتو او البته د نړیوالو حقوقو د ښکاره قوانینو پرخلاف اقدام دی .
هغه ټینګار وکړ هغه څه چې د سیمې د امنیت سبب به شي د خارجي زور ویونکو او ستونزه رامینځته کونکو عسکرو وتل دي چې په ځینو هیوادونو یې سلطه موندلي ده .
عباس موسوي وویل سعودي عربستان د ټرمپ له ترهګر حکومت او د ماشومانو له وژونکي رژیم اسرائیلو سره په ملګرتیا کښې د سیمې په کړکیچن کولو کښې اساسي رول لرلی دی چې ښکاره بیلګه یې په یمن باندې څو کلن تیري او د دغه هیواد د مظلومو خلکو پرضد د جنګي جنایتونو ترسره کول دي کوم چې دملګروملتونو په ځلونو تائید کړي دي .