ځلانده یون
په کلی ډول په نړۍ کې زیاتره ترسره شوی انتخابات له پنځوس فیصدو کم مشارکت څخه برخمن دی او دا په داسې حال کی دی چی د ایران اسلامی جمهوریت اساسی قانون ته د ملت په رایه ورکولو او د اسلامی جمهوری نظام د جوړولو په ریفرنډوم کې د خلکو کابو سل فیصده مشارکت تجروبه کړی دی
د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت نظام په خپل برخلیک د خلکو د حاکمیت د غوړیدا پیر ته ورداخل شو .
په دغه پړاو کې په ټولنه کی سیاسی ، کلتوری او ټولینربدلونونه رامینځته شول چی د ولسی اورګانونو د پراختیا او ودې سبب شول . دغه بدلون د ټولنې په اداره کولو ، سیاست جوړولو او فیصله کولو په ټولو مرحلو کی د انتخاباتو په منظم ډول ترسره کیدا سره د مدنی سیاسی مشارکت زمینې برابرې کړې .
د سياسي نظريه جوړونکیو له نظره، د ولسواکۍ د رامنځته کېدو د موضوع د اصلي برخې په توګه انتخابات يو داسې اوزاردې چې د هغه له لارې د سياسي ادارو په جوړېدو او د سياسي اقتدار د عملي کولو د چلونکو په ټاکلو کښې د ښاريزو ارادې ته ځای ورکول کیدلې شی .
په انتخاباتو کښې د ملت رايو ته مراجعه د خلکو لخوا د نظام د رواوالي د رامنځته کېدو ترڅنګه د پوهانو د څرخېدو او د واکمنۍ ډلې په برخو کښې د بدلون لپاره ضروري زمينې په دوامداره توګه رامنځته کیږی .
انتخابات په حقيقت کښې صلاحيت لرونکو او کارپوهانو لاسو ته د چارو د سپارلو لپاره په ډېموکرېټک نظامونو کښې ترټولودوده مدني روده ده.
دا په داسې حال کښې دي چې لا اوس هم زياتره ملتونه د خپل ټاټوبي د چارو په چلولو کښې د حقيقي برخې اخېستلو له نعمته بې برخې دي او د هغو کسانو په انتخاباتوکښې چې د چارو واګې په لاسو کښې نيسي کردار نه لري.
البته ځينې هېوادونه بې له دې چې له خپلو حالاتو، کلتور او ديني ارزښتونو سره مطابقت ولري د انتخاباتي نظامونو لويديځې نمونې بې له چون او چرا اجرا کوي او په خپله ټولنه کښې د لويديځو نمونو په عملي کولو سره نظام جوړونه کوي چې داسې نمونې د ټولنې له کلتوري او ديني ارزښتونو سره د توبیرپه وجه حقيقي مقام او مقبوليت نه لري.
حتی په ځينو هغو هېوادونو کښې چې د ډېموکرېسۍ ادعا کونکي دي د انتخاباتو ماهيت ته په کتنه کې متوجه کیږو چی په دغو هېوادونو کښې سياسي نظامونه که څه د خلکو د برخې اخېستلو او رايو به بنياد ټاکل کيږي،خو په داسې ماډلونو کښې حقيقي ډېموکريسي په حقيقي معنو کښې نه عملي کيږي.
په داسې انتخاباتو کښې اکثره کلتوري، ديني او معنوي ارزښتونو او اعتقاداتو په شان خصوصيتونو ته بې پامي کيږي او بالاخره هغه څه چې د ډېموکرېسۍ په نامه ټولنې ته وړاندې کيږي د ټولو نړيوالو نظامونو لپاره د لويديځ د خوښې تپل شوی او چمتو کړې شوې نمونه ده.
څرګنده ده چې داسې نمونې د ايران د ملت چې آزادۍ، انصاف او خپلو ديني او کلتوري ارزښتونو د واکمنۍ لپاره يې په ټولنه کښې انقلاب راوست د منلو وړ نه دي.خپلواکه او حقيقي انتخابات باید د اجتماعی قدرت د لمنې د پراخولو لپاره فضاء رامنځته کړي او د خلکو د رايو په بنياد د خوښو ادارو ذمه واري او ځواب وينه روڼه او روښانه کړي.
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران په اسلامی جمهوریت کې انتخابات د ملت د ارادې د ظاهریدا په یوه ډګربدل شوی دی .
د ايران په اسلامي جمهوري نظام کښې سياسي مشارکت سياسي – ديني تعليماتو ته په پام سره د خپل برخليک په ټاکلو کښې د خلکو د شاملیدود حق په معنا دی.په همدې وجه د اساسي قانون اصولو ته په پام سره او ديني او کلتوري ارزښتونو او انساني کرامت په اساس د سياسي فېصلو او په هغو باندې د څارنې په چاره کښې د خلکو مداخلت په رسميت پېژندل شوې دې . د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته په متوسطه توګه هر کال يو ځل انتخابات شوي دي چې د دنيا د عامه ډېموکرېسيو په ډګر کښې بې څارې چاره ده.په منظمه توګه د انتخاباتو کول په ټولنه کښې په سياسي کلتور جوړونه کښې رول لري او د مدني ټولنې د ساتنې لپاره يوه وسيله ګڼل کيږي.
له دې نظره د انتخاباتو کول د نظام د رواوالي يو رکن جوړوی چې د حقيقي ولسواکۍ نښه ده او د مدني ټولنې د ودې او خوځنده توب سبب کيږي.
په بیلا بیلو ټولنو کې دا مسله متفاوته ده او هره ټولنه کی په دې باره کی له تیر وخته یوه تجروبه لری . د بیلګې په توګه په زاړه یونان کی یوازې هغو کسانو رایه ورکولې شوه چی د ښاریزتوب صفت یې درلودلې . په ځینو هیوادونو کی هم تر څه موده مخکې په انتخاباتو کی د میرمنو مشارکت او د ټولنې د چارو د اداره منعه وه .
امریکا ، انګلستان ، فرانسې ، سویټرزلینډ او یو شمیر نور هیوادونه وو چی پکې میرمنو د سیاسی مشارکت اجازه نه ورکول کیده .
په ځینو هیوادونو کې هم د باچاهی او دیکتاتورۍ نظامونو په دلیل اغیزمن مشارکت نشو لیدلې چی پکې امارتو ته اشاره کولط شو . په ځینو هیوادونو کی هم په انتخاباتو کی شرکت د حق په توګه نه بلکې د یوه دندې په توګه پیژندل شوی نو ځکه په شرایطو پوره کسان په انتخاباتو کی ګډون کوی او که ګډون ونکړی نو قانونی تعقیبونې لری ، یا په نغذی جرمانو او حتی ځینو ټولینزو محرومیتونو سره مخامخ کیږی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
د ټاکنو بل مهم اړخ د خلکو د مشارکت اندازه او له انتخاباتو هرکلې دې . ځکه چی په انتخاباتو کی د خلکو زیات شتون د ټولنې د سیاسی برخلیک په اړه د خلکو د حقیقی او اجتماعی مسولیت د احساسا نښه ده .
د ایران د ولسمشرۍ ، پارلیمان او شوراګانو په انتخاباتو کې د ایرانی ولس د مشارکت فیصدی اجمالی پرتلنه ښی چی د دښمنانو له هلو ځلو سره سره په دغه نظام کی خلک په خپلې راې کلک باور لری . په درستو ټاکنو کې د ایرانی ولس پراخ ګډون په عمومی کلتور بدل شوی دی په دې ډول چی وګړی په ټولنه کی انتخابات هم خپل حق بولی او هم خپله دنده چی دا باور او مشارکت دډیرو هیوادونو د رودې او تجروبې په اپوټه دې .
ځینو هیوادونو هم د خلکو د زیات مشارکت لپاره خاصوتشقویقی اوزارونو ته مخه کړی ده او په ډیرو وختونو کې د خلکو د شتون په اجباری کولو او د نه ګډون کونکیو د سزا کولو اقدام هم کړی دی . خو د اجباری مشارکت ترخه تجروبه سبب شوه چی ورو ورو هیوادونه له دغه کار ه تیر شی او په انتخاباتو د خلکو د ګډون اختیاری والې ومنی . هالیڼد په هغو هیوادونو کی بللې شو چی هم د اجباری مشارکت تجروبه لری او د اختیاری ګډون . جالبه دا ده چی په هغو لومړنیو انتخاباتو کې چی په دغه هیواد کې په اختیاری ډول ترسره شول د خلکو نوی فیصده اجباری مشارکت په شل فیصده اختیاری مشارکت بدل شو . د خلکو په مشارکت کې دا توپیر په دغه هیواد کی له دیمورکاتیک نظامه د خلکو د خپګان او د بی باورۍ د اندازې ښودنه کوی . په نورو هیوادونو کی هم دا بیلګې موجودې دی .
په کلی ډول په نړۍ کې زیاتره ترسره شوی انتخابات له پنځوس فیصدو کم مشارکت څخه برخمن دی او دا په داسې حال کی دی چی د ایران اسلامی جمهوریت اساسی قانون ته د ملت په رایه ورکولو او د اسلامی جمهوری نظام د جوړولو په ریفرنډوم کې د خلکو کابو سل فیصده مشارکت تجروبه کړی دی . د ولسمشرۍ د انتخاباتو په شان په نورو ټاکنو کې هم د خلکو مشارکت د نورو هیوادونو په نسبت له ځانګړتیا برخمن دی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
رسمی شمیرنې ښی چی په ډیرو هیوادونو کی د خلکو د مشارکت اندازه د انتخاباتو په ترسره کولو کی د هغو اوږدې مخینې ته په پام سره دومره اوڅاره نده . په وروستیو کلونو کی په لویدیځو هیوادونو کی د ګډون اندازه د سیاسی او اقتصادی کړکیچونو په دلیل نوره هم کمه شوی ده . د بیلګې په توګه په وروستۍ یوې پیړۍ کې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی تل د امریکا نیمو خلکو شرکت ندې کړې . د کانګرس د غړیو د انتخاب لپاره هم د خلکو مشارکت تل له دیرشو تر څلویښتو فیصدو پورې وو . د فرانسې په پارلیمانی انتخاباتو کی هم د خلکو د ګډون اندازه له ۴۰ تر ۶۰ فیصده وه . په ځینو پړاونو کې دا ګډون له ۵۰ فیصدو هم کم وو . په لویدیځه اسیا کې هم د انتخاباتو ترسره کیدا ، د راې له حقه برخمنیدا او په ټاکنوکې شرکت تراوسه یو ستر چیلنج او ستونزه بلل کیږی .
په داسې حال کی چی د ایران په اسلامی جمهوریت کې په هغو ټولو انتخاباتو کی چی په تیرو څلویښتو کلونو کی ترسره شوی دی ، د خلکو ګډون له ۵۱ فیصده تر ۷۱ فیصدو پورې دی چی دا اندازه له لویدیځو هیوادونو ډیر لوړه ده .