دپیړۍ معامله به په پریکنده توګه له ماتې سره مخامخ شي
د تهران د جمعې لمانځه خطیب دې ته په اشارې سره چی دښمنان د مقاومت په بې وسلې کولوپسې دي وویل امریکایان به دا ارزو قبر ته یوسی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د پیړۍ د معاملې د امریکایی طرحې په غندلو سره وویل دا طرحه به په پریکنده توګه له ماتې سره مخامخ شی .
ایت ا... محمد علی موحدی کرمانی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کې د دې خبرې په کولو سره چی د پیړۍ معاملې طرحه په حقیقت کې د پیړۍ رسواۍ ، د پیړۍ ذلت او د پیړۍ خیانت ده زیاته کړه د پیړۍ معامله د خینو عربی حکومتونو د خیانت نتیجه ده خو هیڅ دسیسه او خیانت د فلسطینی ولس حقوق نشی چخڼی کولې . ښاغلی موحدی کرمانی د دې خبرې په کولو سره چی د نړۍ ازادی غواړو د پیړۍ معاملې طرحه محکومه کړی ده وویل مقاومت به د امریکا ملا ماته کړی او فلسطین به ازاد شی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب دې ته په اشارې سره چی دښمنان د مقاومت په بې وسلې کولوپسې دي وویل امریکایان به دا ارزو قبر ته یوسی .
تهرانی لمونځ کونکیو هم د شعارونو په ورکولو سره د پیړۍ معامله وغندله او له فلسطینی اولس څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ .
یاده دې وي چې د پيړۍ معامله د امریکا د حکومت یوه نوې طرحه ده چې د فلسطین د خلکو د حقوقو د ختمولو کوشش کوي، دا طرحه د سعودي عربستان په شمول د ځینو عربو هیوادونو په ملګرتیا او موافقې سره برابره شوې ده.