نړۍباید له کروناوائرس سره دمقابلې لپاره له چین سره ملګرتیاوکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87650-نړۍباید_له_کروناوائرس_سره_دمقابلې_لپاره_له_چین_سره_ملګرتیاوکړي
د روغتیا نړیوالې ادارې هم ددغه مرګوني وائرس د پراخې خوریدا په باب د اندیښمنو له امله نړیوال بیړنی حالت اعلان کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 01, 2020 01:36 Asia/Kabul
  • نړۍباید له کروناوائرس سره دمقابلې لپاره له چین سره ملګرتیاوکړي

د روغتیا نړیوالې ادارې هم ددغه مرګوني وائرس د پراخې خوریدا په باب د اندیښمنو له امله نړیوال بیړنی حالت اعلان کړی دی .

ایرناخبری آژانس  راپور ورکړ د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزارت ویندوي عباس موسوي  په خپل ټولنیز پیغام کې په دې په ټينګار سره  چې   کرونا وائرس یوه  داسې نړیواله غمیزه د ه ، چې درسته نړۍ باید ددې بلان د جړه وچولو لپاره  د چین له حکومت او ملت سره ملګرتیا وکړي ، لیکلي دي ،  په ډاډ سره وئيلی شو ، چې چینیان  په هغه پیاوړي مدیّریت ، د مسئولیّت  په احساس او زیار سره چې ئې لري ،  له دغې سختې مرحلې به  په بریالیتوب سره تیر شي .

  کرونا وائرس  د تیر میلادي کال په وروستیو کې  د چین په ختیځ کې په ووهان ښار کې لیدل شوی  او اوس  ددغه  هیواد پر دیرشو صوبو  سربیره ، لږترلږه  شلو نورو هیوادونو ته هم رسیدلی دی .

 دغه وائرس تر  دې دمه د  کابو دوه سوه  شلو کسانو  ژوند  اخستی او په په نړۍ کې  په د غه خطرناکه  وائرس  څه دپاسه لس زره کسان ککړ شوي دي .

د روغتیا نړیوالې ادارې هم  ددغه مرګوني وائرس د پراخې خوریدا په باب د اندیښمنو له امله   نړیوال بیړنی حالت اعلان کړی دی .