ايران د ډېرو پرمختلليو لېزرونو جوړونکو دريو هېوادونو په قطار کښې راغے
ايران په ځاي سطح د فېمټو سېکنډ لنډو پلسونو د مشين په جوړولو سره په نړۍ کښې د ډېرو پرمختلليو ليزرونو جوړونکو دريو هېوادونو کښې شامل شو.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ايراني سائنسدانان له شپږ کلونو تحقيقاتو وروسته او د يو نړيوال ټيم په ملګرتيا سره په ځاي سطح د فېمټو سېکنډ لنډ پلسونو د ډېرو پرمختلليو لېزرو جوړونکي مشين په جوړولو او د دغې برخې د سائنس او ټېکنالوجۍ په حاصلولو کښې کامياب شول.
د دغه رپوټ له مخې ډېره حساسه سپکټرو سکوپي او څرګندېدنه، د ټېراهرټز جادوئي څپو توليد او ډېرې چټکې تصوير اخېستنې ، د دغه سېسټم ځينې کارکردګۍ دي.
د اصفهان په سائنسي تحقيقاتي ښارګوټي کښې د بنيادي سائنس د شرکت عامل مدير مهدي موسوي د ګوتې شمېر څو هېوادونو کښې د دغه سېسټم د جوړېدو انحصار ته په اشارې سره وويل، د دغو ليزرو او ډېرې پرمختللې ټېکنالوجۍ ځاي کول ايران ته د پنځوسو زرو ډالرو نه زيات اسعارو راتلل لرلي دي. هغه زياته کړه دغه مشين په ګڼ شمېر کښې توليد ته رسېدلے دے او يو شمېر يې د فارس خليج د څنډې او ګاونډي هېوادونو ته هم صادر شوي دي.