د پیړۍ معامله د امریکا د ولسمشر خودکشي ده
زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار علي اکبر ولایتي وویل د پیړۍ معامله د امریکا د ولسمشر ټرمپ سیاسي ځان وژنه ده .
هغه په دې خبرې سره چې د پیړۍ د معاملې له مطرح کولو د امریکا د ولسمشر ټرمپ تر ټولو اصلي هدف د فلسطین د ټولې ځمکې نیواک دی وویل دغه پلان د کیمپ ډیویډ او د اوسلو د تړونونو په شمول د فلسطین د مسلې د هواري لپاره له ځینو عربو هیوادونو سره د امریکا د پخوانیو خبرواترو په ډیرې برخې سترګې پټې کړي دي .
هغه د ایران د اسلامی جمهوریت په مرستې سره په سیمه کښې د مقاومت د چورلیز بریالیتوبونو ته په اشارې سره وویل صهیونیسټ رژيم په ۱۹۸۲ میلادي کال کښې د لبنان له خاورې شاتګ وکړ او د فلسطین مقاومت هم په غزې تړانګه او د دوه ویشت(۲۲) ورځني ، د یوپنځوس (۵۱) ورځني ،اته(۸) ورځني او دوه (۲) ورځني جنګونو په شمول په بیلابیلو جنګونو کښې بریالیتوب ته ورسید .
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود سلاکار علي اکبر ولایتی ټینګار وکړ د مبارزې او د خبرواترو ترمینځ یو (۱) تاریخي پرتله کول د دې ښودنه کوي چې د خبرو اترو پاې د مسلمانانو او دعربانو لپاره ماتي ده خو مبارزه د بریالیتوب سبب کیږي .
هغه دغه راز په دې خبره چې د ټرمپ اقدام د فلسطین د بیلابیلو ډلو د وحدت سبب شو وویل د فلسطین کورواکه تشکیلاتو ، د اسلامي مقاومت غورځنګونو او جهاد اسلامي غورځنګ د پیړۍ د معاملې پلان رد کړ او د فلسطین خلک دې نتیجې ته ورسیدل چې خبرې اترې نتیجه نه ورکوي او د پرمختګ لاره مبارزه ده .