د دباونو زیاتیدل د ملت اراده پیاوړي کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي په دې خبرې سره چې زه د امریکا لخوا د بایکاټ ، د زیات دباو له سیاست او له هغو مشکلاتو څخه چې د اقتصاد او د معیشت لپاره رامینځته شوي دي انکار نه کوم او زیاته یې کړه امریکا چې څومره دباو زیاتوي نو زمونږ اراده او هوډ نور هم پسې زیاتیږي .
د ایران د ولسمشر د دفتر ویاند محمود واعظي نن د تبریز ښار د میټرو د کار د پیلیدا په دستورو کښې د امریکا چارواکو ته په وینا کښې وویل تاسو باید پوه شئ چې د ایران خلک مقاومت کونکي دي او تاسو په زیات دباو سره چې یو (۱) هدف مو تعقیبوه نشي رسیدلی .
هغه په دې خبرې سره چې د ایران پرضد د بایکاټ لګونکو هیوادونو په خپل ګمان فکر کاوه په زیات دباو سره کولی شي تر راتلونکو دریو (۳) میاشتو پورې د ایران حکومت نسکور کړي وویل ایران له ټولو دباونو تیر شوی دی او ایران او خلکو په ټولو ډګرونو کښې وښودله چې دښمن ته ماتي ورکولی شي .