د دباونو زیاتیدل د ملت اراده پیاوړي کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87932-د_دباونو_زیاتیدل_د_ملت_اراده_پیاوړي_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي په دې خبرې سره چې زه د امریکا لخوا د بایکاټ ، د زیات دباو له سیاست او له هغو مشکلاتو څخه چې د اقتصاد او د معیشت لپاره رامینځته شوي دي انکار نه کوم او زیاته یې کړه امریکا چې څومره دباو زیاتوي نو زمونږ اراده او هوډ نور هم پسې زیاتیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2020 10:44 Asia/Kabul
  • د دباونو زیاتیدل د ملت اراده پیاوړي کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي په دې خبرې سره چې زه د امریکا لخوا د بایکاټ ، د زیات دباو له سیاست او له هغو مشکلاتو څخه چې د اقتصاد او د معیشت لپاره رامینځته شوي دي انکار نه کوم او زیاته یې کړه امریکا چې څومره دباو زیاتوي نو زمونږ اراده او هوډ نور هم پسې زیاتیږي .

د ایران د ولسمشر د دفتر ویاند محمود واعظي نن د تبریز ښار د میټرو د کار د پیلیدا په دستورو کښې د امریکا چارواکو ته په وینا کښې وویل تاسو باید پوه شئ چې د ایران خلک مقاومت کونکي دي او تاسو په زیات دباو سره چې  یو (۱) هدف مو تعقیبوه  نشي رسیدلی .

هغه په دې خبرې سره چې د ایران پرضد د بایکاټ لګونکو هیوادونو په خپل ګمان فکر کاوه په زیات دباو سره کولی شي تر راتلونکو دریو (۳) میاشتو پورې د ایران حکومت نسکور کړي وویل ایران له ټولو دباونو تیر شوی دی او ایران او خلکو په ټولو ډګرونو کښې وښودله چې دښمن ته ماتي ورکولی شي .