امریکا د ایران پرضد دروغو ته دوام ورکړی
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي مجید تخت روانچي بیګا یمن ته له ایران څخه د وسلو د استولو په هکله د امریکا د چارواکو د ادعا په ردولو سره دغه ادعاګانې د امریکا لخوا د ایران پرضد د تبلیغاتو دوام وباله .
هغه وویل د ایران پرضد د امریکا دروغ ویل او تبلیغات دوام لري .
تخت روانچي زیاته کړه یمن ته د ایران د استول کیدونکو وسلو د نیولو په هکله د امریکا له چټي ادعاګانو چې ورتیر شو امریکا د ملګروملتونو له راپور څخه ناوړه استفاده کوي چې ووايي ایران د سعودي عربستان د تیلو په تاسیساتو د حملې مسول دی او په حقیقت کښې دغه راپور د ایران د مسولیت منلو ته هیڅ اشاره نه ده کړي .
د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو د کارپیژاندو د کمیټۍ راپور په تیرې چهارشنبې ورځ خپور شو چې په پکښې یمن ته د وسلو د استول کیدا ، د سعودي عربستان د تیلو په تاسیساتو حملې او د یمن په ارتباط نورو مسائیلوته اشاره شوي خو پکښې د ایران نوم نه دی اخیستل شوی .
سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو او امریکا په تیرو څو میاشتو کښې ډیرې هڅې کړي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت یمن ته د وسلو په استولو تورن کړي .