د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87990-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته یوه کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2020 08:33 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته یوه کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران ګڼ چاپه ورځپاڼه کیهان ولولو .

کیهان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ د ایران د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سره د اهل بیت علیه السلام د شاعرانو او مداحانو د کتنې ستر عکس چاپ کړی دی او د هغه له قوله یې لیکلي دي د نړۍ څارونکي د امریکا د څاروي توب په وړاندې د ایران د ملت په مقاومت حیرانه دي .

د جرمني خارجه وزیر والټر شټاین مایر د مونیخ په امنیتي کانفرنس کښې د امریکا په یواړخیز پالنې باندې سختې نیوکې سره وویل هغه پړاو چې امریکا د نړۍ پولیس و تیر شوی .

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون هم د امریکا د چارواکو د څرګندونو په ردولو سره وویل د لویدیځ بلاک کمزوری شوی دی .

د لیبیا د ملي پوځ په نوم د ځواکونو قومندان جنرال خلیفه حفتر د اوربند هغه پریکړه لیک چې د ملګروملتونو امنیت شورا د دغه هیواد په هکله تصویب کړی وو رد کړ او د ملي وفاق له حکومت سره یې د جنګ په دوام ټینګار وکړ .

د بحرین ال خلیفه رژيم د دغه هیواد یو (۱) ځوان د صهیونیسټ رژیم د بیرغ د سوځولو په تور درې (۳) کاله زنداني کړ .

بحرین د فلسطین ایډیل ته په خیانت کښې او له صهیونیسټ رژیم سره د نږدې کیدا په سیالۍ کښې له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو مخکی شوی دی .

د عراق د « امرلي » ښار د خلکو لخوا د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک حاج قاسم سلیماني او د الحشد العشبي ځواک د نائب رئیس ابو مهدي المهندس او د هغه د  ملګرو د څلویښتې (۴۰) مراسم ترسره شول .

د عراق د امرلي ښار خلک چې یو وخت د داعش په کلابندۍ کښې خپل ژوند د دغو شهیدانو پامتداره ګڼي .

د یمن د انقلابیانو لخوا د سعودي عربستان د ائتلاف د څلرویشت (۲۴) میلیونه ډالرو په ارزښت د جنګي الوتکې نسکوریدل سبب شول چې ال سعود رژيم په ناځوانمردانه عملیاتو کښې د یمن په ملکي خلکو چې د دغه جنګې الوتکې د ټوټو پرچو ګیر چاپیر راغونډ شوي وو بمبارې وکړې او  ګڼ شمیر کسان ترې مړه او ژوبل کړي .

د فلسطین خلکو  په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې کښې د پیړۍ د معاملې د پلان پرضد په پراخو مظاهرو سره د امریکا او د صهیونیسټ رژيم بیرغونه وسوځول .

د امریکا جنګي الوتکو د ننګرهار ولایت په سرخرود سیمه کښې په کورونو باندې حملې سره یولس (۱۱) ملکي وګړي ووژل .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د قومندان ځاې ناستي علي فدوي وویل د عراق په عین الاسد کښې د امریکا په اډې باندې د حملې په هکله زیات اطلاعات لرو خو ترجیح ورکوو چې امریکا په خپله په رسیدلیو تاوانونو او مرګ ژوبلو اعتراف وکړي .

اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکې له تاسو سره شریک کړو .

د امریکا پوځ د عراق د پارلمان او د حکومت د دباونو  او په تیره بیا د  مقاومت ډلو  د ګواښونو له زیاتیدا وروسته د خپلو ځینو عسکرو د ایستلو پلان د بغداد امنیتي چارواکو ته وړاندی کړی دی .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اسلام اباد کښې د دوه اړخیزه اړیکو ، د تجارتي ملګرتیاو او د کشمیر د مسلې په شمول د بیلابیلو مسائیلو په هکله خبرې وکړې او دواړو لورو د ملګرتیا څو تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړل .

د بحرین یوې (۱)محکمې د هیواد یو ځوان دصهیونیسټ رژیم د بیرغ د سوځولو په تور درې(۳) کاله زنداني کړ .

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزف بوریل د  پیړۍ د معاملې په نوم د امریکا د ولسمشر ټرمپ له فلسطین ضد پلان سره د دغه اتحادیې په مخالفت یوځل بیا ټینګار وکړ او په دغه پلان تکیې سره د اسرائیلو د نیواکګرۍ په دوام یې اندیښنه څرګنده کړه .

د یمن د پوځ او د انصار الله غورځنګ لخوا د سعودي عربستان د ټورناډو جنګي الوتکې له نسکوریدا څو ساعته وروسته د سعودي عربستان یوې(۱) جنګي الوتکې په الجوف ولایت کښې د نسکورې شوي الوتکې ګیر چاپیر راغونډو شویو  خلکو بمبارۍ وکړه او د  ګڼ شمیر ښځو او د ماشومانو په شمول یې  کابو دیرش (۳۰) کسان ووژل  او په لسګونو نور یې  ژوبل کړل  .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له خبریالانو سره په مرکې کښې وویل زه نه غواړم چې د سعودي عربستان په شان رسنۍ او خبریالان وځپم .

د امریکا د سپینې ماڼۍ راپور د ایران د سپاه پاسداران ځواک د قومندان قاسم سلیماني د ګواښ کیدا په هکله د ولسمشر ټرمپ ادعاګانې تر پوښتنې لاندې وروستلې .

د لیبیا د ملي پوځ په نوم د ځواکونو قومندان خلیفه حفتر چې  څو میاشتې کیږي په پلازمینې طرابلس بمبارۍ کوي په هیواد کښې د جنګونو په سمدستي ډول د بندولو او د اوربند د ټینګولو لپاره د امنیت شورا پریکړه لیک رد کړ .

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندنۍ قومندان جنرال ټرنس اوشاقنسي د یوه (۱) پرمختللي بلاسټیک توغندي د ازمویلو لپاره د شمالي کوریا د چمتو والي خبر ورکړ .

په لبنان کښې د سعودي عربستان سفیر ولید بخاري په دې خبرې ټینګار سره چې ریاض د لبنان د نوي حکومت په انتخاب خوشحال نه دی اعتراف وکړ چې عربستان د لبنان له خلکو او حزب الله غورځنګ سره د مقابلې توان نلري .

اوس به د تهران چاپ د همشهري ورځپاڼې ځینې مهم سرټکي درسره شریک کړو .

په برونډي هیواد کښې په شپږو (۶) ډله ییزو قبرونو  کښې شپږ زره (۶۰۰۰) مړي پیدا شوي دي .

هوپ هیکس چې دوه(۲) کاله مخکې د امریکا په انتخاباتو کښې د روسیې د لاسوهنې په دوسیې کښې له شهادت ورکولو وروسته یې د ولسمشر ټرمپ د مرستیالې په توګه له خپلې څوکۍ استعفا ورکړي وه یوځل بیا سپینې ماڼۍ ته ورستنیږي .

د پاکستان مشرانو جرګې سینا د مالي اقدام د ځانګړي ډلې له راتلونکي غونډې مخکې د دغه ډلې له خړ فهرست څخه د خپل نوم د لیرې کولو په هدف سره  د دغه ډلې لایحه تصویب کړه .

د امریکا د ولسي جرګې مشرې میرمن نانسي پیلوسي د ایران په وړاندې د ولسمشر ټرمپ د جنګي اختیاراتو د محدودولو د پریکړه لیک  تصویبدا اړخونه بیان کړل او هغه یې د امریکا د خلکو د امنیت د ساتلو په لړ کښې وباله .

له اروپايي اتحادیې څخه د انګلستان په وتلو سره جرمني له سیاسي او جغرافیایي پلوه ځان په تنګسۍ کښې ویني او په هغه لور روان دی چې پنځوس (۵۰) کاله ترې تښتیده .

د صهیونیسټ رژیم پوځ د ایران د چارو په نوم د یوې (۱) نوي قومندنۍ د رامینځته کولو نیت لري .

خوږو دوستانو اوس به د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سلواغې د میاشتي د  شپږویشتمې  او د سولې هوکړې په اړه لېکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله پدې پوښتنې پیل کړې، ایا تاریخ بیا تکرارېږي؟

وړاندې راغلي، د سلواغې د ۲۶ مې د حماسې وروسته زمونږ جهادي زعامت او په ټوله کې ولس د یوه پیاوړي حکومت جوړولو فرصت له لاسه ورکړ کورنیو جګړو او بدمرغیو دوام وکړ.

د سرمقاله لیکوونکي په باور دغو بدمرغیو تر دې دوام وکړ چې د ډاکټر نجیب الله حکومت را نسکور شو خو بیا هم مجاهدین پر یوه ټغر راټول نه شول، بیا طالبان واک ته ورسېدل تر دې چې د سېپټېمبر د ۱۱ مې له پېښو وروسته افغانستان د تور وحشت څپو ته ولوېد.

ویسا لیکلي اوس چې د سولې یو غږ اوچت شوی امریکا د پوځونو د اېستلو خبره کوي که څه هم شواهد داسې دي چې دا هسې ډرامه ده، خو په باور یې که زمونږ ولس حکومت سیاسې لوري او طالبان د خپلمنځي اعتماد هڅه وکړي یوه نوې لاره کېدای شي خو د سرمقاله لیکونکي په وینا خبره د پخوا په څېر وي د ناورین د تکرار زیات امکان موجود دی.

()

ملي ارمان ورځپاڼې هم خپله سرمقاله یوې پوښتنې پیل کړې، ایا په هېواد کې جګړه په ختمېدو ده؟

وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک خبره نږدې شوې ده داسې شواهد موجود دي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې تاوتریخوالی د پام وړ کم شوی او دې د افغانانو ترمنځ هیلې را ټوکولې چې ډېر ژر به په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور اوس د دي وخت را رسېدلی چې حکومت او د افغانستان سیاسیون او جهادي مشران سره کېني او د سولې بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره یوه اجماع رامنځته کړي او په افغانستان کې دغې ۴۰ کلنۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د سرمقالې په پای کې راغلي دغه استازي باید همه شمول او د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو وړتیا ولري.

()

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي ټاکل شوې چې د روانې فبرورۍ په وروستیو کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي او طالبانو ویلي چې ګڼې پر امریکا یې منلې چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر اېستلو پیل وکړي او د هغوی ۵ زره بندیان به په لومړي سرکې خوشې کېږي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور د سولې هوکړې منځپانګه مشروطه ده او د هوکړې هېڅ بند بې شرطه نه دی او واقیعت دا دی چې طالبان حاضر شوي چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د دواړو لوریو تر منځ پر هغو میکانېزمونو چې د سولې پروسې پر مالکیت سربېره د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت هم تضمینوي په تفصیل خبرې شوي دي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، اوس مهمه داده چې نړېواله ټولنه، امریکا او ناټو د افغان حکومت په مالکیت او مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ وکړي او په طالبانو ومني چې بین الافغاني خبرې پیل کړي او د نظام ملي ګټو او وروستیو لاسته راوړنو په ګډون د بشري حقونو په منلو او درناوي سره سوله وکړي