کورونا وایروس ایران ته رسیدلی او دوه کسان یې وژلي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د روغتیا وزارت د اطلاعاتو او د عمومي اړیکو د مرکز مشر کیانوس جهانپور پرون په قم سیمه کښې په کورونا وایروس د دوو (۲) ککړو کسانو د مړ کیدا خبر ورکړ .
هغه وویل د ایران په قم کښې په تیرو څو ورځو کښې د سا د اخیستلو د ناروغیو له زیاتیدا وروسته په کورونا وایروس د ککړیدا له پلوه په لومړیو ازموینو کښې دوه(۲) موردونه مثبت راپور شوي دي .
جهانپور زیاته کړه له بده مرغه دواړه ناروغان د بوډاتوب او د بدن د ایمني سیسټم د کمزورتیا په وجه په روغتون کښې مړه شوي دي .
کورونا وایروس چې د چین له «ووهان» ښار څخه خپور شوی تراوسه د امریکا د انګلستان د اسټرالیا د تایلینډ د جنوبي کوریا د کاناډا د فرانسې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو په شمول د نړۍ څه دپاسه پینځویشتو (۲۵) هیوادونو ته رسیدلی دی .
د نویو شمیرنو پراساس تراوسه په چین کښې په کورونا وایروس څه دپاسه دڅلور اویازره (۷۴۰۰۰) کسان ککړ شوي او دوه زره او څلورسوه (۲۴۰۰) وژل شوي هم دي .
د چین د ملي روغتیا کمیسیون ویلي دي چې د څه دپاسه لس زره او شپږ سوه (۱۰۶۰۰) کسانو تراوسه درملنه شوي ده .