دایران د دریو قواومشرانوخپلې راې واچولې
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی نن په تهران کې د خپلې له اچولو وروسته وویل د ایران ملت نن د نوی ویاړ په رامینځته کولو سره دښمنان له مخکې زیات ناهیلي کوي
د ایران د دریو قواو مشرانود اسلامی شورا او خبرګانو شورا د انتخاباتو د رای اچولو دپیلیدا په لومړنیو دقیقو کې خپلې رای صندوقونو ته واچولې .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی نن په تهران کې د خپلې له اچولو وروسته وویل د ایران ملت نن د نوی ویاړ په رامینځته کولو سره دښمنان له مخکې زیات ناهیلي کوي .
د ایران د قضاییه قوې مشر سید ابراهیم ریسی هم له دې وروسته چی د رایو صندوق ته یې خپله رایه واچوله وویل ټاکنې د دښمنانو د دسیسو او فتنو شنډونکي دي .
د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی هم نن په انتخاباتو کې په ګډون سره وویل امریکایی چارواکو او له هغو سره اړونده رسندویو په ایران د ګوزار کولو لپاره ډیرې هلې ځلې کړي دي خو د رایو اچولو په لومړنیو ساعتونو کې د خلکو پراخ شتون دښمنانو ته کلک ځواب ورکړ .
د ایران د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو انتخابات د پارلمان د دوه سوه نوي (۲۹۰) استازیو د ټاکلو لپاره د ټول هیواد په دوه سوه اته (۲۰۸) انتخاباتي حوزو کښې ترسره کیږي .