د ایران د کب د دریمې نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88131-د_ایران_د_کب_د_دریمې_نیټې_ځینې_مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای وفرمایل دانتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده. د رهبرۍ ستر مقام پرون سهار د حضرت امام خمینی رح په امام بارګاه کې په شتون سره د دې خبرې په کولو سره چی انتخابات د هیواد د ملی ګټو تضمینونکی دي جوته کړه د انتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2020 08:47 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د دریمې نیټې ځینې مطبوعات

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای وفرمایل دانتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده. د رهبرۍ ستر مقام پرون سهار د حضرت امام خمینی رح په امام بارګاه کې په شتون سره د دې خبرې په کولو سره چی انتخابات د هیواد د ملی ګټو تضمینونکی دي جوته کړه د انتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده .

کیهان

د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم په ایران کې پارلیمان او خبرګانو شورا انتخاباتو او د انتخاباتو په پیل کې د رهبرۍ د ستر مقام راې اچولو او مهمو ویناو ته پراخ انعکاس ورکړې دې .

د رهبرۍ ستر مقام  حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای وفرمایل دانتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده. د رهبرۍ ستر مقام پرون سهار د حضرت امام خمینی رح په امام بارګاه کې په شتون سره د دې خبرې په کولو سره چی انتخابات د هیواد د ملی ګټو تضمینونکی دي  جوته کړه  د انتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود  حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای پر دې په ټینګار سره چی انتخابات یوه شرعی دنده ده زیاته کړه د انتخاباتو ورځ د ملت د مدنی حق د احقاق ورځ ده چی غواړی راشی راې ورکړی او د هیواد د چارو په اداره کولو کې خپل ګډون چی د هغو حق دې ، ترلاسه کړي .

د یمن انصار ا... غورځنګ په ینبع کې د عربستان په حساسو او تیلی مرکزونو ستره حمله وکړه .

دسوریې حلب ته ژوند بیا شتون شو .

د ایران خارجه وزیر ظریف له ګوتریش سره په ټیلی فونی خبرو کې وویل اسلامي ایران په افغانستان کښې ثبات او امنیت غواړي . د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف او د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دغو ټيلي فوني خبرو کښې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله غور وکړ . د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ او د سیمې د یوه اغیز شیندونکي هیواد په توګه تل د خبرو اترو  او سیاسي لارې د افغانستان د کړکیچ په شمول د سیمې د کړکیچونو د حل کولو هڅه کوي . د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو تل ویلي دي په  افغانستان کښې د ایران د هڅې چورلیز د هیواد دننه د کابل د حکومت لخوا د امنیت او دثبات رامینځته کول دي او تهران به په دې لاره کښې هر ډول هڅه وکړي .

««««««««««««««««««««««««««««

مردم سالاری

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای پرون په انتخاباتو کی له ګډونه وروسته وفرمایل ټاکنې د هیواد ملی ګټې تضمینوی .

ایران د ایف اې ټی ایف په تور لیسټ کې شامل شو . د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د مالي اقدام د ځانګړي ډلې ایف ای ټي ایف په تور فهرست کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نوم شاملول سیاسي کار وباله او ویې ویل د ترهګرۍ د مالي تامین او د پیسو د وینځلو تور هیڅکله له ایران اسلامي جمهوریت سره ښه نه ښکاري .

 

د ایران د دریو قواو مشرانود اسلامی شورا او خبرګانو شورا د انتخاباتو د رای اچولو دپیلیدا په لومړنیو دقیقو کې له خپلو رایو اچولو وروسته یو لړ څرګندونې کړي دي چی مردم سالاری ورته انعکاس ورکړی دې او لیکی چی د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی په تهران کې د خپلې له اچولو وروسته وویل د ایران ملت نن د نوی ویاړ په رامینځته کولو سره دښمنان له مخکې زیات ناهیلي کوي .

د ایران د قضاییه قوې مشر سید ابراهیم ریسی هم  له دې وروسته چی د رایو صندوق ته یې خپله رایه واچوله  وویل ټاکنې د دښمنانو د دسیسو او فتنو شنډونکي دي .

د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی هم نن په انتخاباتو کې په ګډون سره  وویل امریکایی چارواکو او له هغو سره اړونده رسندویو  په ایران د ګوزار کولو لپاره ډیرې هلې ځلې کړي دي خو د رایو اچولو په لومړنیو ساعتونو کې د خلکو پراخ شتون دښمنانو ته کلک ځواب ورکړ .

د نړۍ بیلا بیلو رسندویو په ایران کې پارلیمانی او خبرګانو شورا انتخاباتو کې د خلکو شتون پراخ او ولولناک بللې دې .

 

 

 ابرار ورځپاڼه

د ایران ملت یو ځل بیا په خپل ولولناک شتون سره دښمنان ناهلی او دوستان خوشحاله کړل .

د ترکیې دفاع وزیر وایی امریکا د پاتریوت سیسټم زمونږ لپاره رالیږی .

د کرملین ویندوی د سوریې په موضوع د ایران ، روسیې او ترکیې راتلونکی غونډه تایید کړه .

د عربستان خارجه وزیر ویلی دی په ایران د دباو دوام ضروری دې .

د اتریش خارجه وزیر د اروپا د پیغام د انتقالولو لپاره تهران ته راځی .

د پاکستان نوم په خړ فهرست کښې پاتی شو. د مالي اقدام ځانګړي ډلې فیصله وکړه چې د پاکستان نوم تر راتلونکي جون میاشتې پورې د هغو هیوادونو په خړ فهرست کښې وساتي کوم چې د ترهګرۍ د مالي تامین او د پیسو د وینځلو د مخه په نیولو کښې کافي کنټرول نلري .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل د ایران خلکوپه ټاکنوکې په شتون سره مړه دې وي امریکا شعار ته تحقق وبخښه .ورځپاڼه په دې هکله لیکی د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران د اسلامی شورا د یولسم پړاو او د خبرګانو شورا د لومړنی پینځم  مینځ پړاوه انتخاباتوکې د ایرانی اولس پراخ شتون ته په اشارې سره وویل د ایران خلکو په انتخاباتو کې په شتون سره مړه دې وی امریکا شعار ته تحقق وبخښه .

ایت ا... سید احمد خاتمی د دې خبرې په کولو سره چی په ټاکنو کې د اولس پراخ شتون دښمن غوسه کړ زیاته کړه دښمنانانو او له هغو سره اړونده رسندویو د ایران خلکو ته التماس وکړ چی په انتخاباتو کې ګډون ونکړی خو د ایران خلکو په خپل شتون سره هغو ته پریکنده ځواب ورکړ . ایت ا... خاتمی ټینګار وکړ په ټاکنو کې د خلکو شتون د دښمنانو د سرټیتي او د ایراني اولس د سرلوړی سبب شو .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د لویدیځې اسیا بدلونونو ته  هم په اشارې سره وویل غلیم دا فکر کاوه چی د ډګر جنرال قاسم سلیمانی په ترور سره به د مقاومت جبهه کمزوري شي ، خو په لبنان او عراق کې د امریکا ناکامی ، له حلب د تکفیریانو شاتګ  او له نهو کلونو وروسته په دغه ښار کې د ټرانسپورټی الوتکې کښینستل، په وروستیو څو ورځو کې د مقاومت خوشحالونکي خبرونه دي . ایت ا... خاتمی همداراز د دې خبرې په کولو سره چی د پیړۍ معامله یوه بشپړه ماته خوړلی طرحه ده وویل امریکا او صیهونیسټ رژیم به په سیمه کی ارامښت ونلري .