په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو 739کسانو درملنه شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88453-په_ایران_کې_په_کرونا_ویروس_د_ککړو_739کسانو_درملنه_شوي_ده
جهانپور همداراز په ایران کې په کرونا ویروس د درې زره پنځه سوه دیارلس کسانو ککړتیا ته په اشارې سره وئيلي ديۍ ،له بده مرغه تر دې دمه په دغه ویروس ککړو یو سل اوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2020 12:24 Asia/Kabul
  •   په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو 739کسانو درملنه شوي ده

جهانپور همداراز په ایران کې په کرونا ویروس د درې زره پنځه سوه دیارلس کسانو ککړتیا ته په اشارې سره وئيلي ديۍ ،له بده مرغه تر دې دمه په دغه ویروس ککړو یو سل اوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د اسلامي ایران د روغتیائي چارو د وزارت د اطلاع رسونې د برخې مشر  کیانوش جهانپور  نن  دخبریالانو په ټول کې  وئيلي دي ،  تر دې دمه   دهغو  اوه سوه نهه دیرش کسانو  چې په ایران کې په کروناویروس ککړ شوي وو،درملنه شوې  او له روغتونونو رخصت شوي دي .

Image Caption

 

  جهانپور  همداراز  په  ایران کې په کرونا ویروس  د درې زره پنځه سوه دیارلس کسانو ککړتیا ته په اشارې سره  وئيلي ديۍ ،له بده  مرغه  تر دې دمه په دغه ویروس ککړو یو سل اوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

د کرونا ویروس خوریدا  د تیر کال په دسمبر کې د چین له ووهان ښاره پيل شوي اوظاهرا ئې سرچینه  هم صحرائي حیوانات دي . دغه ویروس  تر دې دمه  دچین په  دیرشو صوبو سربیره  د نړۍ نورو  شپږ اتیا هیوادونو ته هم غزیدلی دی .

   د وروستیو احصایو په اساس  تر دې دمه  په کرونا ویروس  په  نړۍ کې  څه دپاسه  شپږ نوي زره کسان ککړ شوي  چې له دغه شمیره  څه دپاسه درې پنځوس زره کسان په درملنې پسې ښه شوي  دي او  درې زره دوه سوه  اته اتیا کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

د روغتیا نړیوالې ادارې  استازي  کریسټوفر هملمن   چې په همداوروستیو کې ایران ته په سفر راغلی  دی ، د ایران  له روغتونونو څخه ئې کتنې  او دغه راز   د چیني متخصصانو   ورتلو ته په اشارې سره  وئیلي دي ،چیني متخصص ډاکټران په  ښو  وړاندې شوو خدماتو ډير خوشال شوي دي .  هملمن  په دوام کې وئیلی دي ،  ایران  په لویدیځي آسیا سیمې کې د روغتیائي  خدماتو  یو تر ټولو پیاوړی سسټم لري .

داپه داسې حال کې دي ، چې د ایران د روغتیائي چارو وزیر ډاکټر نمکي په ایران کې له کرونا ویروس سره د مقابلې د مثبت بهیر  خبر ورکړی او  وئيلی ئې دي ، چې  له کرونا ویروس سره د مقابلې  بهیر له امیدونو هم زیات بریالی دی. په عین حال کې هغه په درست ایران کې  تر نوروز پورې د درستو پوهنتونونو او ښونځیو د چټي کولو خبر  هم ورکړ.

 دا په داسې حال کې دي چې  د امریکا د کلیفورنیا ایالت  ګورنر  ګاویّن نیوسم  نن په دغه ایالت کې بیړنی حالت اعلان کړی  چې دغه فیصله  یوازې په  کلیفورنیا ایالت کې په کرونا  ویروس  د ۵۳کسانو له ککړتیا وروسته غوره شوې ده . په درستې امریکا کې تر دې دمه  یو سل درې پنځوس  کسان په کرونا ویرو س ککړ شوي دي .