د ایرانیانو لپاره د امریکازړه سواندي یو ریاکار اقدام دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88553-د_ایرانیانو_لپاره_د_امریکازړه_سواندي_یو_ریاکار_اقدام_دی
بقائي هامانه د ایران د بشری حقوقو په باب دځينو هیوادونو سیاسی او تعصبي کړچار په دوام په سختو نیوکو سره،د ټارګټ شوو هیوادونو په ضد دسیاسی دباؤ د اعمالولولپاره د انساني حقوقو له لارو چارو ناسمه استفاده،د بشری حقوقو د شورا په حق کې ستره جفا بللې او د ایراني ضد پریکړه لیکونو د وړاندې کونکو له خوائې ددغه ورانکار کړچار د دریدا غوښتنه کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2020 10:33 Asia/Kabul
  • د ایرانیانو لپاره د امریکازړه سواندي یو ریاکار اقدام دی

بقائي هامانه د ایران د بشری حقوقو په باب دځينو هیوادونو سیاسی او تعصبي کړچار په دوام په سختو نیوکو سره،د ټارګټ شوو هیوادونو په ضد دسیاسی دباؤ د اعمالولولپاره د انساني حقوقو له لارو چارو ناسمه استفاده،د بشری حقوقو د شورا په حق کې ستره جفا بللې او د ایراني ضد پریکړه لیکونو د وړاندې کونکو له خوائې ددغه ورانکار کړچار د دریدا غوښتنه کړې .

په جینیوا کې د ملګروملتو او نړیوالو اورګانونو  لپاره د ایران استازي اسماعیل بقایی هامانه  بیګا د ملګروملتو دبشری حقوقود شورا په درې څلویښتمې غونډې کې  په اوسنیو شرائطو کې د  امریکا د انسان ضده بندیزونو  سختیدا ته په اشارې سره  د ایران  ولس  دبشری حقوقو لپاره د زړه سواندۍ  ادعا یو بې اعتبار او ریاکار اقدام وبالۀ.

  بقائي هامانه  همداراز د ایران  د بشری حقوقو په باب  دځينو هیوادونو سیاسی او تعصبي کړچار په دوام  په سختو نیوکو سره ، د ټارګټ شوو هیوادونو په ضد دسیاسی دباؤ د  اعمالولولپاره د انساني حقوقو له لارو چارو  ناسمه استفاده ، د بشری حقوقو د شورا په حق کې ستره جفا بللې  او د ایراني ضد پریکړه لیکونو د وړاندې کونکو له خوائې ددغه ورانکار کړچار د دریدا غوښتنه کړې .

 هغه همداراز د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د یوه وتلي قوماندان  جنرال قاسم سلیماني شهید ترور   د  درستو نړیوالو معیارونو اوقواعدو څرګنده خلاف ورزي بللې  او د اسناني کرامت او د انسانی حقوقو د  تر ټولو ستر مدافع په توګه  د شهید سلیماني  په نامې اخستلو سره روښانه کړې ، د شهید جنرال سلیماني  هلې ځلې  د ترهه ګرۍ او داعش  له باؤؤ د  میلیونونو انسانانو د ژغورنې لامل  شوي دي .

ددغه راپو رپه اساس،د ملګروملتو د بشری حقوقو د شورا ددغې غونډې د درستو هیوادونو استازو د ایران د سفیر به وړاندیز سره،د کرونا ویروس د قربانیانو او د ډاکټرانو اونرسانو له ځانه د تیریدا او سرښیندنې په درنښت کې په یوې دقیقې خاموشۍ سره  احترام وکړ .