په ایران کښې نوی لمریز کال نن پېل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88756-په_ایران_کښې_نوی_لمریز_کال_نن_پېل_کیږي
زمونږ خبریال وايي نوي لمریز کال (۱۳۹۹) نن د ایران د اسلامي جمهوریت له رسمي وخت سره سم د سهار په اوه (۸) بجې ، نولس دقیقې(۱۹) او اوه دیرش (۳۷) ثانیې (۷:۱۹:۳۷)پېل کیږي .
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Mar 20, 2020 02:50 Asia/Kabul
  • په ایران کښې نوی لمریز کال نن پېل کیږي

زمونږ خبریال وايي نوي لمریز کال (۱۳۹۹) نن د ایران د اسلامي جمهوریت له رسمي وخت سره سم د سهار په اوه (۸) بجې ، نولس دقیقې(۱۹) او اوه دیرش (۳۷) ثانیې (۷:۱۹:۳۷)پېل کیږي .

نن د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د وري د میاشتې لومړۍ(۱) نیټه ده چې د ایران له لرغوني وخت څه پاتې د یوه(۱) ترټولو زاړه او لرغوني جشن یعني د نوروز په نوم سره دنوي کال د پیلیدا د جشن ورځ ده .

دنوروز اختر چې په ایران کښې جرړه لري د نړۍ په څه دپاسه لسو (۱۰) هیوادونو کښې په رسمیت پیژندل شوی دی .

دغه راز په ایران ، افغانستان ، تاجیکستان ، اذربایجان جمهوریت ، ازبکستان ، ترکمنستان ، قزاقستان ، قیرغیزستان  او البانیا کښې د نوروز اختر په مناسبت رسمي چټي ده .