لاریجاني د نوروز په مناسبت د پارلیمانونو مشرانو ته مبارکي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88769-لاریجاني_د_نوروز_په_مناسبت_د_پارلیمانونو_مشرانو_ته_مبارکي_ورکړه
د ایران د اسلامي شورا مشر د نوروز د تمدني سیمې د هیوادونو د پارلیمانونو مشرانو ته د نوي کال د رارسیدو مبارکي ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2020 01:45 Asia/Kabul
  • لاریجاني د نوروز په مناسبت د پارلیمانونو مشرانو ته مبارکي ورکړه

د ایران د اسلامي شورا مشر د نوروز د تمدني سیمې د هیوادونو د پارلیمانونو مشرانو ته د نوي کال د رارسیدو مبارکي ورکړه.

علي لاریجاني پرون مازیګر د افغانستان، ترکیې، تاجکستان، عراق، آذربایجان جمهوریت، ازبکستان، قرقیزستان، قزاقستان، ترکمنستان او پاکستان د پارلیمانونو مشرانو ته په جلاجلا پیغامونو کښې د ۱۳۹۹ کال د نوروز د لرغوني اختر مبارکي وویله.

ښاغلي لاریجاني په دغو پیغامونو کښې ویلي چې د ایران اسلامي شورا (پارلیمان) د متقابل احترام په بنیاد او د امنیت، پرمختګ او سوکالتیا او هم داشان د هراړخیزې اقتصادي، سیاسي او کلتوري پراختیا د رامینځته کولو په موخه د هر ډول پارلیماني ملګرتیا په تیره بیا له ګاونډیانو سره د دغې ملګرتیا هرکلی کوي.

د ایران د پارلیمان مشر هیله وښودله چې دا نوی کال د ولسونو لپاره له مثبت بدلون او پرختتګ او عدالت سره مل وي.