له کرونا سره مبارزه او د ظالمانه بندیزونو په شرائطو کې مقاومت
تر نن سهار پورې د راپورونو په اساس ، په نړۍ کې څه دپاسه شپږ لکه کسان په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ ککړ شوي او کابو یو دیرش زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني په تهران کې له کرونا سره دمقابلې اومدیریّت د ملی کمیټې په غونډې کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د ایران ولس دبندیز په سختو شرائطو کې دی،ټينګار کړی،البته دنیا حیرانه ده، یو هغه هیواد چې بندیزونو سره لاس اوګریوان دی ، نو بیا څرنګه له وژونکي اوخوریدونکي ویروس سره مقابله کولی شي .
له کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس سره مقابله ، په څو علتونو سخته او پيچلې ده .
لومړی علت ئې دا دی چې د موسم په مختلفو شرائطو کې ددغه ویروس د چلند محدوده پیژندګلوي ده چې لامل شوي ، پر دغه ویروس اوددې پر پيزواني کولو د اغیز شیندونکو مولفو په په باب مشخصه او قطعي جمع بندي ترلاسه نشي .
دوهم علت ئې دا دی چې له دغه ویروس سره د مقابلې په باب په بیلابیلو هیوادونو کې د درملنې او مخینوي د شرائطو نه یوشان والی او د ځينو هیوادونو د حالاتو پټول دي ، چې د کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍد منتقلیدود چټکتیا د زیاتیدا لامل شوي دي .
دریم علت ئې هم د ځينو هیوادونو د بشری ضد او پلیتو سیاسی موخو ته د رسیدو لپاره له موجوده وضعیّته د ځينو هیوادونو استفاده او دسیاسی بهیرونو پیلول دي . څرنګد مثال ئې ، د ایران په ضد دامریکا یو اړخیز بندیزونه او ددغه ویروس پر مخنیونکو او درملیزو اقداماتو دهغو منفي اغیزې دي ، چې ددغه وژونکي ویروس د خوریدونکي کړۍ په غوڅیدا کې ځنډ او خنډ لامل شوي چې په قطعي توګه به له دغې موضوع تاوان وویني.
دم ګړۍ په نړۍ کې هیلې او هلې ځلې دکرونا ویروس د خپریدا مخنیوي ته اوښتي دي . ددغې موخې پوره کیدا، البته د ناروغۍ د بشپړ کنټرولولو په سر ځينو موجودو خنډونو ته په پام سره له ډيرو عواملو سره اړوندیږي . په عین حال کې د اقداماتو او هلوځلو ټولګو پام په هغه لور دی چې د کرونا ویروس بحران په یوه کنټرول شوي وضعیّت بدلولی شي . البته دا د ویروس د بشپړ کنټرولولو او له مینځه وړلو په معنا نه دی . بلکې ددغه ویروس د منتقلیدا د چټکتیا دسستولو او په کوویډ-۱۹ناروغۍ د ککړو کسانو د طبی او درملیزو خدماتو د وړاندې کولو او په ستره سوه د کسانو چیک اپ یا معاینو په خاطر د شرائطو له رامینځةکولو سره مرسته ده .
تر نن سهار پورې د راپورونو په اساس ، په نړۍ کې څه دپاسه شپږ لکه کسان په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ ککړ شوي او کابو یو دیرش زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
هر هیواد د خپل درملیز او طبي توان ، ټولنیز کلتور او اقتصادي وضعیّت په تناسب سره مجبوره دي په اوسنیو شرائطو کې ډير زیات مخنیونکي اقدامات وکړي . هغه څه چې مسلم دي ، کرونا ویروس هم د ترهه ګرۍ په څير د بشریّت په ضد ګډګواښ دی، او کنټرولول او یا له مینځه وړل ئې هم ګډ نړیوال هوډ او ارادې ته اړتیا لري . د ایران اسلامی جمهوریت ، البته له کرونا ویروس سره په داسې حال کې لاس او ګریوان دی چې د امریکا له ظالمانه او یو اړخیزو بندیزونو سره مخامخ دی .
د امریکا بندیزونه نه یوازې له دغه ویروس سره دایران دولس کلکه او سخته مقابله ، بلکې د ګډ ژوند حیاتي هدف له مینځه وړي او له کاره ئې غورځوي . په داسې حال کې چې د انسان دژوند ارزښت هیڅ جغرافیا نه پيژني .
په دغه شان شرائطو کې د یوه هغه هیواد د یواړخیزو اقداماتو په مقابل کې چپتیا،چې دسیاسی غرضونو او موخو په خاطر په قصدي توګه ددغې نړیوالې خوریدونکي ناروغۍ په مقابل کې د انسانانو د ژوند نجات خنډی کیږي ، له انسان ضده جنایتونو سره له غږمله کیدا پرته بله هیڅ معنا نه لري .