ایرانی میرمنې
د هغې له نظره اسلامی وحدت د کفر او نفاق په وړاندې د اسلام د اقتدار عامل او اختلاف د مسلمانانو د خپلواکۍ او عزت لپاره ستر تاوان حسابیږي .
طوبی کرمانی د تهران پوهنتون د فلسفې استاده ده . په ایران کی د فلسفې د ډاکټریټ کونکی ، د امریکا له کیلی فورنیا پوهنتون د کلام او تطبیقی فلسفې فوق دکتری فارغ التحصیله ده . هغه همداراز په یونان کی د ایران لومړنۍ کلتوری سلاکار وه .
ارامه او متینه ده ، تل مسکه د هغې له ځانګړنو ده . څیره یې مخاطب ته ارامښت منتقلوی . حجاب او پرده په ټولنه کی د پیاوړی شتون او ویاړ نښه بولی .
میرمن طوبی کرمانی د ایران پیاوړی میرمن چی خپل ډیر عمر یې د مذهبونو ترمینځ په تقریب اونږدی والی تیر کړې دې او له مصلحانو ده . هغه پرله پسې کلونه له هیواده بهر د اسلامی ارتباطاتو او کلتور سازمان د ایرانیانو د چارو مشره ، د اسلامی سولې د نړیوالې ټولنې د غونډې د علمی کمیټۍ مشره ، د ایران د میرمنو د اجتماعی کلتوری شورا د مرکزی شورا غړی او داسې نورو ډیرو مهمو ځایونو کې فعالیت درلودلې دې .
میرمن طوبی کرمانی په بیلا بیلو موضوګانو په تیره بیا فلسفی مباحثو کې کتابونه او مقالې لري . فرق اسلامی و فلسفه وجودی وهابیت ، شهید او شهادت ، کتابونه او وهابیت ته کتنه ، اصالت وجود در حکمت متعالیه و فلسفه غربی ، ماهیت و معیار ګفتګوی تمدنی ، فلسفه ، بافته خیال و وهم یا حاصل اندیشه بشر تر عنوان لاندې مقالې ، څه د پاسه دیرشو هیوادونو ته سفرونه ، تعلیم و تربیت ، د ډاکټر کرمانی تجروبه ده . ډاکټر طوبی کرمانی اوس په اسلامی نړۍ کې د وحدت جارچی او د مسلمانو میرمنو د نړیوالې اتحادیې عمومی منشی ده .
«««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلامی امت وحدت او د مذهبونو تقریب موضوع د اسلامی نړۍ له مهمو مسلو بلل کیږي . د مسلمانانو د وحدت په ضرورت د قران کریم ټینګار او د مسلمانانو په وروګلوۍ د دین د پیشوایانو تینګار په هیچا پټ ندې ، تاریخ ګواه دې چی د مسلمانانو پرمختګ په وحدت لو یوزړه والي او په بیلا بیلو علمی ، اقتصادی ، کلتوری ، سیاسی او اجتماعی زمنیو کې د هغو شاته پاتې او ماته هغو ترمینځ د اختلافاتو نتیجه ده . نو ځکه له ډیر وخت راهیسې سوله او حق غواړی میرمنې او سړی تل د اسلامی امت د وحدت غوښتونکی دي . ایرانی میرمنې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته په حساسو وختونو کې په ډول ډول ټولنو او انجمنونو او فعالیتونو کی په شتون سره تل په ځیرتیا او یو موټی والی سره له مسلمانوملتونو سره ګام په ګام د دسیسو په شنډولو کی فعالیت درلودلې دې .
««««««««««««««««««««««««««««««««
ډاکټر طوبی کرمانی په دغو ډول میرمنو کې شامله ده . د هغې له نظره اسلامی وحدت د کفر او نفاق په وړاندې د اسلام د اقتدار عامل او اختلاف د مسلمانانو د خپلواکۍ او عزت لپاره ستر تاوان حسابیږي . وحدت د نوح ع کشتی او نفاق د الهی عذاب تازیانه او متروکه ده . په همدې اساس دمسلمانو میرمنو نړیواله اتحادیه ټینګار لري ، د تاوانونود کمولو او مقابلې لپاره د میرمنوپه ځان باور اوتقریبی لیدتوګې د دودولو لپاره طرحې وړاندې کړی . کرمانی د اسلامی ژوند د سټایل رامینځته کول د حضرت زهرا س په علمی او عملی سیرت په سویره کی وینی او له سلمان نقلوی چی یوه ورځ حضرت زهرا س مدام خپل سر له کوره بهر ویسته او په انتظار وه ، و مې پوښتل یا بنت رسول ا... څه شوی دی ؟ ویې فرمایل پوهیږم چی نن هم علی ع هرڅه ګټه کړی وه د خدای په لاره کې یې ورکړی ده او لاس یې خالی دې ، ولاړه یم چی هغو ته ووایم تاسو پر ما همداسې ګران یاست .
دا د درستو مسلمانو میرمنو د لارې څراغ دې . میرمنې کله چی په خپل لوړ ځای کی راشي نو د کورنۍ په لوړتیا ، د توحیدی تمدن جوړولو ، له تکفیری ډلو سره مقابله او له تاوتریخوالی سره په مقابله کی مهم رول لرلې شی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
میرمن کرمانی وایی زه ۳۸ کاله کیږی چی خپل علمی فعالیت مې پیل کړې دې . لومړې د فلسفې او کلام اسلامی په څانګه کې د تهران د پوهنتون د الهیاتو پوهنکور او له هغه وروسته هم د خپل پایان نامې یا تیسیز د بشپړولو لپاره بهر ته ولاړم او لومړنۍ میرمنه او بهتره ده ووایم چی لومړنې کس وم چی له انقلابه وروسته امریکا ته ولاړم . هلته د خدای په فضل ومې کولې شول چی د ختیځ او لویدیځ د فلسفې ترمینځ تطبیق ترسره کړم . حاضر دمه د تهران پوهنتون د الهیاتو پوهنځای استاده یم . د تدریس ترڅنګ نور کارونه هم ترسره کوم .
د مسلمانو میرمنو د نړیوالې اتحادیې عمومی منشی وایی ، په یوه عالمانه کتنه کې د دینونو رسالت او دنده کمال ته د انسانانو رسول دي . له بل پلوه خیر په لور تلل او کمال له عدالت ، ارامښت او سولې په سیوره کې امکان لري ، که داسې نه وی نوم ډیر ګران دې . ما هڅه کړی ده چی ژونتد مې په لاره کې وی . د قران کریم ، ایمه ، امام خمینی او ایت ا... خامنه ای له نظره واقعا وحدت نن د مسلمانې ټولنې جدی اړتیا ده .
«««««««««««««««««««««««««««««««
ډاکټر کرمانی زیاتوی دا چی حکومتونه ، ملتونه او تمدنونه له مونږ سره دی او یا زمونږ پرضد ، دا چثی حکومتونه او ملتونه زمونږ تر سلطې لاندې دي یا په تباهۍ محکوم ، په نوی اسلامی تمدن کې ځای نلری . د دغه تمدن لومړنۍ مولفه ، د حکمت او پوهې عنصر دې ، ځکه چی د اسلامی تعلیماتو اساس په حکمت دې .
میرمن طوبی کرمانی یادونه کوی چی میرمنې ته اسلامی کتنه د بچیانو د تهذیب ، د کورنۍ په پیاوړتیا کې د هدایتونکی او روزونکی عنصر په توګه ده . وده ، تهذیب نفس ، د سالمې او انډوله کورنۍ ساتل او د میرمنې اجتماعی ولایت د مسلمانې ایرانۍ میرمنې د بلګې ځانګړنې دي . ما د یوې ایرانۍ میرمنې په توګه تل هڅه وکړه له دین او زما بیلګه شخصیت حضرت زهرا س څخه سم انځور وړاندې کړم . زما دوه زامن دي . له ځلمیتوبه مې ورته عزت نفس ورکوه او پرې باور مې درلود . د هغو شرایط مې درک کول ، هغو ته مې ویل چی که مجاز وې چی له خدایا پرته بل چه ته سجده وکړم تو تاسو ته به مې کوله چی دومره ښه یاست . ځوان مفاهمه غواړی ، په سمه لاره د سم حرکت تایید غواړی ، هغه دا په کورنۍ کې او له خپلې مور ترلاسه کوي .
میرمن کرمانی وایی که مونږه وغواړو بل نسل وحدت پال لوی کړو ، نو بهترین ځای یې په کورنۍ کې دې چی میندې په دې مینځ و میان کی ډیرې اغیزمنې دي .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
میرمن کرمانی د ایران د ټاټوبی د میرمنو او میندو کیسه ، د شور او شعور ، د انسانیت او عزت کیسه بولی او باوری ده چی د ایرانی میرمنو وحدت بخښونکې رول د تاریخ له خاطرې نه لیرې کیږی ، هغو د مشروطې ، د میرزا شیرازی د فتوا په قضیه او تنباکو په بایکاټ ، د اسلامی انقلاب په بریالیتوب او دوام ، اته کلنه سپیڅلی دفاع ، او نن هم د ولایت محورۍ او رهبر معظم او فرزانه څخه په پیروۍ کې ثابته کړه چی نړیوالې وحدت بخښونکی بې بدیله بلګه کیدلې شي .
پای