د پيسو د نړیوالې بسپنې (آئي ایم ایف)کرونائي امتحان
آئي ایم ایف درې مهمې ځانګړنې لري ، یوه د یو سل نهه اتیا غړو هیوادونو د مالی او اقتصادي بدلونونو تعقیبول ، دوهمه،د آئي ایم ایف غړو هیوادونو ته مشورو ورکول او دریمه هم ، له هغو هیوادونو مرستې او هغوي ته لنډمهاله پور ورکول ، چې له مالی مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د کرونائي ناروغۍ په سخت پړاؤ کې د پیسو د نړیوالې بسپنې د توکمیز چلند په غبرګون کې وئيلي دي ، دغه بسپنه ، باید پخپلو ژمنو عمل وکړي .
ډاکټر حسن روحاني پرون په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی ، دپيسو نړیوال صندوق باید د ایران د ملت د دښمنانو د شیطنتونو تر اغیزو لاندې ورنشي او پخپلې اصلي دندې دې عمل وکړی .
د ایران دمرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي هم د آئي ایم ایف مشرې ته په یوه لیک کې هیله ښودلې ، په دغه تاریخي حساس (یعني له کرونا سره دمبارزې ) پړاؤ کې د آئي ایم ایف تخصصي حیثیّت او ددغه صندوق کړنو ته تاوان ونه رسوي .
د پیسو د نړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف تر ټولو مهمه ځانګړنه هیوادونو ته پور او مرسته رسول دي او پورونه هم له دغه صندوق سره د هیوادونو له ګډاو مشترکې بسپنې یا فنډ څخه تامین او اړمنو هیوادونو ته ورکول کیږي .
آئي ایم ایف درې مهمې ځانګړنې لري ، یوه د یو سل نهه اتیا غړو هیوادونو د مالی او اقتصادي بدلونونو تعقیبول ، دوهمه،د آئي ایم ایف غړو هیوادونو ته مشورو ورکول او دریمه هم ، له هغو هیوادونو مرستې او هغوي ته لنډمهاله پور ورکول ، چې له مالی مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي .
نن سبا کرونا ویروس د نړۍ زیاترو بلکې تقریبا په درستو هیوادونو کې خور شوی دی او په دې مینځومیان کې ، داسې هیوادونه شته چې له دغه مرګوني ویروس سره د مبارزې لپاره نوو مالی سرچینو ته اړتیا لري او دلته،غړو او له کرونا سره ښکیلو هیوادونو ته د پور د ورکولولپاره د آئي ایم ایف دریمه ځانګړنه معنا پیداکوي .
په همندې چوکاټ کې ، د پيسو نړیوالې بسپنې په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپریدو یوه میاشت مخکې ددغه صندوق غړو او له کرونا سره لاس او ګریوان هیوادونو ته د چټکو او بې قید او شرطه مرستو ورکولو لپاره خپل تیاری اعلان کړی دی .
د آئي ایم ایف د چمتووالي په اعلان پسې ، د ایران مرکزی بانک د آئي ایم ایف دمالی ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره له خپل حقه د استفادې غوښتنه اعلان کړه ، خو په نهایت کې د پور د ترلاسه کولو لپاره د آئي ایم ایف په نهائي لیسټ کې د ایران نامه ورزیاته نه شوه .
ائي ایم ایف ، د امریکا په ویټو پسې ، دایران پشمول داړمنو غړو هیوادونو ته د پور په ورکولو کې له خپل دریم مهم کار څخه سرغړونه او لټي وکړه او وې ښودله چې ددې په ځای چې ماهرانه عمل وکړي ،د امریکا د سیاستونو تراغیزو لاندې ورغی.
داپه داسې حال کې دي چې اسلامی ایران ، د آئي ایم ایف یو بنسټګر غړی دی او ښه مالی کړچار لري او په داسې شرائطو کې ، دغه نړیوال مالی اورګان باید هغه کار وکړي ، چې ورځيني ئې تمه کیږي .
په همدې زمینې کې په اقتصادي چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر مرستیال محمد نهاوندیان په همداوروستیو کې د امریکا له سی این این ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې وئيلي دي ، په آئي ایم ایف کې یو هیواد هم د ویټو حق نه لري ، او ددغې بسپنې سیاست دا دی چې د پور دغوښتنو په ارزونې او تائيدونې کې منصفانه عمل وکړي .
د پیسو نړیوالې بسپنې په داسې حال کې د امریکا په مخالفت پسې ، د ایران نامه له دغه نړیوال فنډه د پور اخستونکو په لومړني لیسټ کې نه ده شامله کړې ، چې نړیوال مسئولیّت ، مدیریّت او پیوستون ، له کووید-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس سره دمبارزې یوازینۍ لاره ده .
له هغه هیواده د آئي ایم ایف اغیزمنیدل به، چې نن سبا له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د نړیوال اقدام یو ستر خنډ دی ،دغه نړیوال اورګان به له خپلو ماهرانه ځانګړنو لیرې کړي . اسلامی ایران ،چې د آئي ایم ایف یو بنسټګر او په روښانه مالی کړچار سره فعال غړی دی ،نن سبا له کرونا ویروس سره دمبارزې په لومړنۍ کرښې کې دی ا و د ائي ایم ایف مرستې او ملګرتیا وې ددغې مبارزې پر کیفیّت اغیزشندونکي دي او په نتیجې کې له کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ سره نړیواله مبارزه هم لازیاته اغیرشیندونکي کوي .