د اسلامی ایران پوځ دماموریتونو په اجراکې تل بریالی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89362-د_اسلامی_ایران_پوځ_دماموریتونو_په_اجراکې_تل_بریالی_دی
د وري د میاشتې نهه ویشتمه نیټه د ایران په کال هینداره کې د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر په نوښت سره د پوځ ملی ورځ نومول شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 16, 2020 09:47 Asia/Kabul
  • د اسلامی ایران پوځ دماموریتونو په اجراکې تل بریالی  دی

د وري د میاشتې نهه ویشتمه نیټه د ایران په کال هینداره کې د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر په نوښت سره د پوځ ملی ورځ نومول شوې ده .

زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د پوځ لوي درستیز سردار جنرال محمد باقري نن د اسلامی ایران  د پوځ له عمومي قوماندان  جنرال عبدالرحیم موسوي سره په کتنې کې  دپوځ د ورځې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره  ټينګار کړی،د اسلامی ایران پوځ د خپلو دفاعي او جنګي چمتووالو پر ساتنې یربیره  په ټول وس  سره  دایران د ملت  مرستې ته دنګلي او د ولس دروغتیا او سلامتیا په  دفاع کې ئې هیڅ هڅه  نه ده سپَمَولې .

د ایران دپوځ لوي درسیتز روښانه کړې ده ، پوځي ځواک  ، که  دلارو ،ښارونو او ککړو سیمو  د ککړتیا، دختمولو  په موضوع کې  او که  په سړکونو کې د تګ راتګ کنټرولول او د محدودیّتونو  په مرحلې کې  وي او که هم د طبي عملې  ترڅنګ  دپوځ په روغتونونو کې د ناروغانو په  درملیزو موضوعګانو کې وي ،د ایران دولس د سلامتیا د ساتنې په ماموریت کې غوره ونډه لري ..

 د ایران دپوځ عمومی قوماندان هم  په دغې کتنې کې  په  هیواد کې د کرونا ویروس  دخوریدا له امله  د تاواني شوو خلکو  دملاتړ لپاره د مومنانه  مرستو د مانورې  اجرا ته په اشارې سره  وئيلي دي ،  داسلامی ایران پوځ تیار دی ،  په درست هیواد کې  دملاتړی اورګانونو په ملګرتیا سره ،  دانساني ځواک او تجهیزاتو د درستو ظرفیّتونو په کارولو سره  د ایران  له ولس سره هرډول مرستې وکړي . 

سږکال  د اسلامی ایران دپوځ  د  ورځ په مناسبت  د ایران د پوځ  دپریډ دستورې نه ترسره کیږي ، خو   ددې په ځاي په  درست هیواد کې  د خدمت د پریډ  او  د وطن د مدافعانو او د سلامتیا دملګرو په شعار سره  دستورې ترسره کیږي .

د وري د میاشتې نهه ویشتمه نیټه  د ایران په کال هینداره کې  د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر  په نوښت سره د  پوځ ملی ورځ نومول شوې  ده .