د مقاومتي اقتصاد په سياستونو د ايران د ولسمشر تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89476-د_مقاومتي_اقتصاد_په_سياستونو_د_ايران_د_ولسمشر_تاکيد
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په هېواد کښې د مقاومتي اقتصادي سياستونو په دوام تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 21, 2020 14:58 Asia/Kabul
  • د مقاومتي اقتصاد په سياستونو د ايران د ولسمشر تاکيد

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په هېواد کښې د مقاومتي اقتصادي سياستونو په دوام تاکيد وکړ.

ډاکټر حسن روحاني نن د حکومت په اقتصادي غونډه کښې د ځينو خوراکي، روغتيائي او درمليزو سامانونوپه اړه د نړيوالې تقاضې زياتېدو ته په پام سره د غېرتيلي توليد، پراختيا او صادراتو ځغل لپاره دسياستونو غوره  کول ضروري وبلل.

د حکومت د اقتصادي غونډې په دوام  کښې د ايران د مرکزي بېنک عمومي مشر عبدالناصر همتي د پېسو د نړيوال صندوق د استانتياو د حاصلولو لپاره د هلو ځلو يو رپوټ وړاندې کړ.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر تاکيد وکړ، د خلقو د ضرورت وړ له بنيادي سامانونو سره د  اړوندو ضرورتونو د پوره کېدو لپاره د پېسو د نړيوال صندوق اسانتياوې دې له اېنسټکس مالي لارې چارې څخه په استفادې سره بڼه اونيسي.