ايران افغانستان کښې د يو پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو هيله لري
د ايران د خارجه وزارت د لويديځې اېشيا د چارو عمومي مدير هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کښې يو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي.
اشرف غني او عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ له وروستيو انتخاباتو نه پس ځانونه د دغو انتخاباتو بريالي اعلان کړل چې دا چاره په دغه هېواد کښې د سياسي بحران سبب شوې ده.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د ايران د خارجه وزارت د لويديځې اېشيا عمومي مدير او د خارجه وزير مرستيا سيد رسول موسوي چې د افغانستان په چارو کښې د ايران د خارجه وزير له خاص استازي او مرستيال محمد ابراهيم طاهريان سره يوځاے کابل ته سفر کړے دے په يو ټوئيټ کښې د دغه سفر نتائجو ته د خوشبينۍ په څرګندولو زياته کړه، افغان چارواکي دې د يو پراخ بنسټه حکومت په تشکيلولو سره د بين الافغاني خبرو اترو د کولو او په دغه هېواد کښېد صلحې او ثبات د رامنځته کولو په لار کښې اوچت ګام پورته کړي.
محمد ابراهيم طاهريان کابل ته په خپل سفر کښې محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د خارجه چارد وزارت سرپرست محمد حنيف اتمر ، د ملي امنيت صلاحکار حمدا... محب، د حزب جمعيت اسلامي مشر صلاح الدين رباني او د افغانستان د حزب تنظيم دعوت اسلامي له مشر عبدالرب رسول سياف سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
طاهريان همدارنګ په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نمائندګۍ يوناما له مرستيال اينګريډ هائيډن سره هم کتنه او د افغانستان د روانو مسائلو په اړه د نظر تبادله وکړه او له دغه هېواد سره په اړوندو چارو کښې د ملګرو د رول لوبونې د مضبوطيه په ضرورت تاکيد وکړ.