ایران او پاکستان د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
حسن روحانی او عمران خان نن په ټیلی فونی خبرو کې همداراز د روغتیایی دستور العملونو په رعایتولو سره د تجارتی ارتباطاتو دپیاوړتیا اوسرحدی بازارونو او پولو د بیا فعالیدا په ضرورت ټینګار وکړ .
د اسلامی ایران ولسمشر او پاکستان لومړی وزیر د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او ژورتیاغوښتنه او له کرونا سره د مقابلې د ټیکنالوجۍ ، پوهې او تجروبو د انتقال او اشتراک په ضرورت تینګار وکړ .
حسن روحانی او عمران خان نن په ټیلی فونی خبرو کې همداراز د روغتیایی دستور العملونو په رعایتولو سره د تجارتی ارتباطاتو دپیاوړتیا اوسرحدی بازارونو او پولو د بیا فعالیدا په ضرورت ټینګار وکړ .
د ایران ولسمشر او پاکستان لومړی وزیر په دوام کی د مسلمانانو پرضد هر ډول دباو اعمالول او توبیر وغنده .
روحانی په دغو خبرو کې د ایران پرضد د ا مریکا له غیر قانونی بایکاټونو سره د مخالفت په اړه د پاکستان له دریځونو په قدرونې سره هیله څرګنده کړه د تهران او اسلام اباد تجارتی او اقتصادی اړیکی له مخې زیاتې پراخې شی .
د پاکستان لومړی وزیر هم د روغتیایی دستورالعملونو په رعایتولو سره د سرحدی بازارونو د فعالیت او د ایران او پاکستان په پولو کی د تجارتی فعالیتونو د بیا پیلیدا په هرکلی سره وویل د دواړو هیوادونو د تجارتی مبادلاتو له سره پیلول به د پاکستان له اقتصاد سره مرسته وکړی چی همدا اوس د کرونا ویروس په دلیل له مشکلاتو سره مخامخ دې .