د یمن کړکیچ یوازې سیاسي حل لاره لري
زمونږ خبریال وايي په سیاسي چارو کښې د ایران د خارجه وزیر لوړرتبه مرستیال علي اصغر حاجي د روسیې د خارجه وزارت د نړیوالو چارو له مرستیال سرګي ورشینین (Sergey Vasilyevich Vershinin) سره په ټيلي فوني خبرو کښې د یمن په وروستیو بدلونونو د غور او د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو د ټینګار په ترڅ کښې د یمن د کړکیچ د حل یوازنۍ لاره سیاسي وبلله .
د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي هم پرون په دې خبرې سره چې په یمن کښې د ثبات د ټینګیدا یوازنۍ لاره د بیلابیلو ډلو ترمینځ وحدت دی ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د یمن د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتل کیدا سره د متحد یمن ملاتړ کوي .
هغه د یمن په جنوب کښې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل دا ډول اقدامات نه یوازې د یمن د اوسنیو مشکلاتو له حل سره مرسته نه کوي بلکې د دغه هیواد حالات به نور هم پسې پیچلي کړي .
د یمن د جنوب انتقالي شورا چې د متحده عربي اماراتو له ملاتړه برخوره ده په تیرې یکشنبې ورځ په جنوبي ولایتونو کښې کورواکه حکومت اعلان کړی و.