نن په ایران کښې د معلم ورځ ولمانځل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89727-نن_په_ایران_کښې_د_معلم_ورځ_ولمانځل_شوه
زمونږ خبریال وايي نن د جمعې مبارکه ورځ د غوايي د میاشتې دولسمه (۱۲) نیټه ده چې په ایران کښې د استاد مرتضی مطهري د شهادت کلیزې او د معلم د لوړ مقام د درنښت ورځ ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 01, 2020 13:47 Asia/Kabul
  • نن په ایران کښې د معلم ورځ ولمانځل شوه

زمونږ خبریال وايي نن د جمعې مبارکه ورځ د غوايي د میاشتې دولسمه (۱۲) نیټه ده چې په ایران کښې د استاد مرتضی مطهري د شهادت کلیزې او د معلم د لوړ مقام د درنښت ورځ ده .

د دښمانانو په لاس د نولس سوه نهه اویایم (۱۹۷۹) میلادي کال د مي په لومړۍ(۱) نیټه د عالمانو د دلچسپۍ وړ اسلام پیژاند ، عالم او فیلسوف استاد مرتضی مطهري له شهادت وروسته دغه ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره یعني کلینډر کښې د معلم ورځ نومول شوي ده .

شهید مطهري دایران په قم ښار کښې د زده کړې په وخت کښې د علمي مسائیلو په زده کولو سربیره د سیاسي مبارزو په زمینه کښې هم فعال وو او د اسلامي انقلاب له پیل څخه د دغه غورځنګ فعال او د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه نږدی ملګری ګڼل کیده .