د نړۍ ترټولو ستره جنګ جوړونکې له ایرانه اندیښمنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89777-د_نړۍ_ترټولو_ستره_جنګ_جوړونکې_له_ایرانه_اندیښمنه_ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکا چې په خپله د وسلو د خرڅونکو او د نړۍ د پوځي لګښت کونکو په سر کښې ده، اوس په ایران باندې د وسلو د بندیزونو د لغوه کیدو په هکله اندیښمنه شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2020 03:07 Asia/Kabul
  • د نړۍ ترټولو ستره جنګ جوړونکې له ایرانه اندیښمنه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکا چې په خپله د وسلو د خرڅونکو او د نړۍ د پوځي لګښت کونکو په سر کښې ده، اوس په ایران باندې د وسلو د بندیزونو د لغوه کیدو په هکله اندیښمنه شوې ده.

محمد جواد ظریف پرون د نړۍ هیوادونو ته د امریکې له خوا د وسلو د صادراتو د اندازې په هکله په خپله ټویټر پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ولیکل: مودې وشوې چې امریکې د نړۍ په هیوادونو کښې ترټولو زیات مخارج په پوځي ځواکونو لګولې دي، د وسلو ترټولو ستره پلورونکې او د جنګونو محرکه او پيلونکې او په نښتو کښې ګټه لټونکې پاتې شوې ده.

ظریف په دوام کښې یادونه کړې چې سره له دې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو د ایران په هکله چې تر ۱۹۷۹ کاله پورې د امریکې د وسلو یو ستر اخیستونکی و، دومره اندیښنه لري چې نړۍ ته د وسلو په ورکولو لګیا دی.

پمپئو تیره جمعه یوځل بیا برجام، یوه غمیزه ناکه موافقه وبلله او ویې ویل: امریکا په ایران باندې د وسلو د بندیزونو د تازه کولو لپاره په امنیت شورا کښې خپل نه انکاریدونکې رول کاروي.