وسله ایز بایکاټ تمدید ته به د ایران ځواب پریکنده وي
موسوی ټینګار وکړ امریکایان خپل اوسنی هدف ته نشی رسیدلې ځکه چی غوښتنې یې حقوقی اساس نلري او هغو نور د ایټمی موافقې غړي ندي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی سید عباس موسوي نن په خبری غونډه کې د ایران دوسله ایزو بایکاټونو د تمدید لپاره د امریکا هڅې ته په اشارې سره وویل که وسله ایز بایکاټونه تمدید شي نو ایران به د شرایطو په اساس عمل وکړی او ځواب به ورکړی .
موسوی ټینګار وکړ امریکایان خپل اوسنی هدف ته نشی رسیدلې ځکه چی غوښتنې یې حقوقی اساس نلري او هغو نور د ایټمی موافقې غړي ندي .
موسوی همداراز په عراق کی د داعشی ترهه ګرو بیا فعالیت او په دغه هیواد کی د الحشد الشعبی مبارزانو هدف ګرځیدا ته په اشارې سره وویل ایران له نږدې د عراق بدلونونه تعقیبوي او په عراق کی د ترهه ګرو په تیره بیا د داعش د بیا ځای نیولو باندې اندیښمن دې .
ښاغلی موسوی د جرمنی په وسیله د حزب ا... د ترهه ګر اعلانولو په اړه هم جوته کړه جرمنیان د صیهونیسټانو تاریخی پوروړي او قرض دار دي چی د هغو د ادا کولو په حال کې دي .