په ولسونو باندې دباؤ اچول باید په نړیوالو ملګرتیاؤ بدل شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې د اقتصادي ترهګرۍ او پوځي ګواښ په قالب کښې په ولسونو باندې دباؤ اچول پکار دي خپل ځاې له ګډو او حقیقي ګواښونو سره د مقابلې لپاره دوه اړخیزو، څواړخیزو او نړیوالو ملګرتیاؤ ته ورکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې د اقتصادي ترهګرۍ او پوځي ګواښ په قالب کښې په ولسونو باندې دباؤ اچول پکار دي خپل ځاې له ګډو او حقیقي ګواښونو سره د مقابلې لپاره دوه اړخیزو، څواړخیزو او نړیوالو ملګرتیاؤ ته ورکړي.
ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د ناپیئلي غورځنګ د تماس ډلې د غړو په آنلاین سرمشریزه کښې، ټول هیوادونه له کرونا ناروغۍ سره د مقابلې لپاره ملګرتیا او مرستې ته راوبلل او یادونه یې وکړه چې د ایران د اړتیا وړ طبي شیانو برابرول د امریکې په بشري حقوقو ضده اقدام سره معمولاً ډیر ځنډیږي او کله کله بیخي ناممکن کیږي او د کورونا له خپریدو سره د مقابلې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت هدفمند پروګرام یې له ستونزې او چیلنج سره مخ کړی دی.
روحاني زیاته کړه: کلونه وشول چې امریکې په یواړخیزو او غیرقانوني بندیزونو سره نه یوازې د ایران خلک د هغوي حقوقو ته له لاسرسۍ بې برخې کړې دي بلکې اقدامات یې د څواړخیزپالنې او نړیوالو ملګرتیاؤ لپاره هم یو ګواښ ګڼل کیږي.
د اسلامي ایران ولسمشر د روغتیا د نړیوال سازمان کمزورتیا د کرونا خلاف د ګډې نړیوالې مبارزې د کمزورتیا په معنا وبلل او ویې ویل: د روغتیا د نړیوال سازمان له اړتیا وړ مالي سرچینو د دغه نړیوال سازمان د بې برخې کولو په لړ کښې د امریکې د حکومت نه توجیه کیدونکې، بیړنې او غیرمسئولانه اقدام باید د دغه حکومت یوه بله سټراټیجکه تیروتنه وګڼو.
ولسمشر روحاني په دغې انټرنیټي غونډه کښې هم داشان ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د کوویډ-۱۹ وایرس د پریکنده درملنې او د واکسن د جوړولو لپاره یې د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د ملګرتیا په موخه خپل چمتووالي اعلان کړی دی او د ملګرتیا د هرډول غوښتنې هرکلی کوي.
د ناپيئلي غورځنګ د تماس د ډلې د غړو هیوادونو د مشرانو په مجازي یا آنلاین غونډه کښې د نړۍ د ۴۰ هیوادونو استازو شتون درلود.