ایران :امریکا په افغانستان کې جنګی جنایتکاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89871-ایران_امریکا_په_افغانستان_کې_جنګی_جنایتکاره_ده
د ایران د خارجه وزارت په دغه ټویټ کې زیاته شوی ده ، هغه څه چی په هرات کی د کډوالو لپاره پیښ شوی دي ، مصیبت جن دي خو د ایران پرضد د امریکا رژیم تورونه د تاریخ یو طنز دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2020 01:02 Asia/Kabul
  • ایران :امریکا په افغانستان کې جنګی جنایتکاره ده

د ایران د خارجه وزارت په دغه ټویټ کې زیاته شوی ده ، هغه څه چی په هرات کی د کډوالو لپاره پیښ شوی دي ، مصیبت جن دي خو د ایران پرضد د امریکا رژیم تورونه د تاریخ یو طنز دې .

د ایران خارجه وزارت په هرات ولایت کې د افغان کډوالو په اړه د امریکا رژیم تورونه د تاریخ طنز وبلل او ویې ویل دغه رژیم په افغانستان کی جنګی جنایتکار او په درسته نړۍ کې د حکومتی ترهه ګرۍ ملاتړې دې .

د اسلامی ایران خارجه وزارت په یوه ټویټ کې د امریکا د خارجه وزارت د جنوبی او مرکزی اسیا چارو ادارې د ټویټ په ځواب کې چی د ایران په وسیله د افغان کډوالو د شکنجې ادعا شوی ده ، وویل ایران له افغانستان سره مذبوتې اړیکی لری  او د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو کې د دغه هیواد له مشرانو سره په مرسته کې مخکښ دې .

د ایران د خارجه وزارت په دغه ټویټ کې زیاته شوی ده ، هغه څه چی په هرات کی د کډوالو لپاره پیښ شوی دي ، مصیبت جن دي خو د ایران پرضد د امریکا رژیم تورونه د تاریخ یو طنز دې .

د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ویلی دي باید د ایرانی پوله ساتونکیو لخوا د ایران او افغانستان په پوله کې د غیر قانونی افغان کډوالو د شکنجې او نیولو د ادعا په اړه که اټکلونو او ګومانونو ډډه وشي .