په ايران کښې له ۸۶ زرو نه زيات کورونائي بيماران روغ شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89977-په_ايران_کښې_له_۸۶_زرو_نه_زيات_کورونائي_بيماران_روغ_شول
د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ، په ايران کښې تر اوسه په کورونا وائرسو اخته 81 زره ۱۴۳ تنه ښۀ شوي دي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2020 11:24 Asia/Kabul
  • په ايران کښې له ۸۶ زرو نه زيات کورونائي بيماران روغ شول

د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ، په ايران کښې تر اوسه په کورونا وائرسو اخته 81 زره ۱۴۳ تنه ښۀ شوي دي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د ايران د روغتيا د وزارت د عمومي تعلقاتو او اطلاع رسونې مشر کيانوش جهانپور پرون له خبريالانو سره په خبرو کښې په ايران کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو د وروستۍ شمېرنې په اړه په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د يو زر ۳۸۳  نويو بيمارانو پېژندنې ته په اشارې سره وويل، تر اوسه د قطعي تشخيصي معيارونو له مخې په ايران کښې يو لک اوۀ زره شپږ  سوه درې تنه په کورونا وائرسو اخته شوي دي.

جهانپور همدارنګ په تېره څلوريشتو ګېنټو کښې د ۵۱ تنو مړينې ته په اشارې سره زياته کړه په ايران کښې د کورونا وائرسو له کبله د مړو  شمېر شپږ زره ۶۴۰ تنو ته رسېدلے دے.

په نړۍ کښې هم په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر له څلور ميلينو اوړېدلے دے چې له دغو څخه لږ تر لږه دوه لکه اته پنځوس زره زره تنه مړۀ شوي دي او له يو ميلين دوه لکه اتيا زرو نه زيات هم مړۀ شوي او تقريباً يو ميلين شپږ سوه شپږ څلوېښت تنه هم تر اوسه ښۀ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.