کروناد ایرانی ملت ضد د امریکا د ترهه ګر کړچار ننداره
حسن روحانی د کابینې په غونډه کې د امریکایی چارواکو ایرانی ضد دریځونو په غبرګون کې وویل په سپینه ماڼۍ کې یوه نابلده ډله موجوده ده او د امریکا رژیم خارجه وزیر د سیاست په الفبا هم ندې خبر .
د اسلامی ایران ولسمشر وویل امریکا تل ترهه ګره وه خو تر دې حده بې مخنیې ده چی حتی د کرونا د خپریدا په وخت کې ایران ته د درملو د داخلیدا لپاره مشکل رامینځته کړی .
حسن روحانی د کابینې په غونډه کې د امریکایی چارواکو ایرانی ضد دریځونو په غبرګون کې وویل په سپینه ماڼۍ کې یوه نابلده ډله موجوده ده او د امریکا رژیم خارجه وزیر د سیاست په الفبا هم ندې خبر .
د کرونا ناروغۍ له نړیوالې خپریدا سره په یووخت د امریکایی چارواکو دا دروغجنې ادعاګانې چی ایران ته د درملو او طبی تجیهزاتو ورتګ بایکاټ ندې ، په ډاګه شوې . امریکایی چارواکو د کرونا په پړاو کې تل د ایرانی ملت ضد د زیات نه زیات دباو د سیاست په اعمالولوپه ټینګار سره د رسندویو په وړاندې ادعا وکړه ایران ته د درملو او طبی تجهیزاتو صادرات ندي بند شوی .
دغه ادعاګانې په داسې حال کی شوي دي چی د درملو او نورو طبی اړتیاو په شمول د بشردوستانه شیالانو د معادلاتو د ترسره کولو لپاره د امریکا د ادعا وړ چینل عملا کارندوالې ندې درلودلې .
په همدې چوکاټ کې د سویټرزلینډ حکومت په وروستیو کې اعتراف وکړ ایران ته د طبي تجهیزاتواودرملود وارداتو لپاره د امریکا د ادعاوړ مالی چینل کومه خاصه نتیجه نده درلودلی او په دغه چینل سره کومه خاصه تبادله نده ترسره شوی .
حقیقت دا دې چی له ایران سره د بشر دوستانه مرستو د معاملاتو د اسانتیاو لپاره د مالی چینل تعریف او رامینځته کول عملا د لاس رسۍ وړ ندی ځکه چی مالی موسسې د دغه هیواد د بایکاټونو د نه رعایتولو په سبب د امریکا په سزا کونکیو اقداماتو اندیښمنې دي . د ایرانی ملت پرضد د زیات نه زیات دباو او بایکاټونو په دوام د امریکا حکومت ټینګار نه یوازې غیر اخلاقی او د بشری حقوقو د لومړیو اصولو په خلاف دې بلکې په ایران کې یې د ډیرو بیګناه او عادی خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړې دې .
د امریکا له ظالمانه بایکاټونو سره سره په ایران کی د کرونا ناروغۍ مدیریت یو ځل بیا نړیوالو ته وښودله چی د امریکا زیات نه زیات دباو سیاست او د ایران ډیپلوماټیکه انزوا په عملی توګه ماته خوړلی ده او په نړۍ کې ډیر لږ رژیمونه د واشنګټن له دغه سیاست سره یو ځای شوی دي .
په همدې زمینه کی د بلومبرګ تحلیلی او خبری سایټ د شورو په ورځ په یوه راپورکې د ایران ضد امریکا بی ځنډه هلو ځلو په اړه ولیکل د امریکا خارجه وزیر پمپیو ندې توانیدلې دایټمی موافقې د لاسلیک کونکیو له چرخې بهر هیوادونه هم له واشنګټن سره ملګري کړي او هیوادونو د ایران ضدد امریکا له استدلال سره ملګرتیا ونکړه .
د ایران پرضد د امریکا بایکاټونو او زیات نه زیات سیاست ناکامی نن سبا امریکایی چارواکی غیر ډیپلوماټیکو دریځونو ته مجبوره کړی چی له کرونا ویروس سره د مبارزې په پړاو کې د ایرانی ملت شد د هغود ترهه ګر کړچار د اوج ښودنه کوی .