د ایران په ختیځي پولوکې3 ټنه نشه ایزمواد کشف اوضبط شول
(last modified Thu, 21 May 2020 01:03:55 GMT )
May 21, 2020 05:33 Asia/Kabul
  • د ایران په ختیځي پولوکې3 ټنه نشه ایزمواد کشف اوضبط شول

سردار ګودرزي ددې خبرې په کولو سره چې لویدیځي او اروپائي هیوادونه باید له ملګروملتو څخه له نشه ایزو موادو سره دمبارزې غوښتنه وکړي ، وئيلي دي ، له افغانستانه تمه کیږي ،له اسلامی ایران سره دګډو پولو په کنټرولولو سره دې د نشه ایزوموادو له قاچاق او ټرانزیټ سره مبارزه پخپلې ځانګړي ایجنډا کې شامله کړي .

د ایران د پولیسو د سرحدي ځ واک  دقوماندان  جانشین  سردار  احمدعلی  ګودرزي  پرون ناوخته  د  نشه ایزو موادو له قاچاقبرو سره  په مبارزې کې  دسیستان و بلوچستان ولایت  دپوله ساتونکو   د بریالیتوبونو په بیانولو سره  وئيلي دي ، سرحدي مامورانو په هامون سین کې بریالی شوي ، د هامون سین په بوټو  او جاړو  کې څه دپاسه  یو ټن  اوه سوه کلوګرامه   اپيم  او   کابو نهه کلوګرام هیروئين  چې  د هیواد داخل ته د منتقلولو په موخې سره غونډ کړائ شوي وو ،کشف کړي دي .

 سردار ګودرزي  په دوام کې د عمان سمندر  په سرحدي  اوبو کې د ایران دپوله ساتونکو  بریالیو عملیاتو ته هم اشاره کړې او وئيلي ئې  دي ،  پوله ساتونکو  په سمندر کې په هدفمنې  ګزمې سره ،  د  عمان سمندر په مینځ کې  د قاچاقبرو درې ډير تیز تلونکي  ماکوګان  راګیر  کړل  چې  له وسلوالې نښتې  وروسته ئې  هغوي خپلو سپيرو موخو ته په رسیدا کې ناکام کړل . 

 هغه یادونه کړې ،  په دغو عملیاتو  کې هم  کابو یو نیم ټن اپيم  سره د زیاتو وسلو    او مهماتو کشف  شوي دي .

ټیګونه