په ايران کښې له يو لکو زيات کورونائي بيماران روغ شول
د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ، په ايران کښې تر اوسه په کورونا وائرسو اخته يو لک 564 تنه ښۀ شوي دي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.
د ايران د روغتيا د وزارت د عمومي تعلقاتو او اطلاع رسونې مشر کيانوش جهانپور نن له خبريالانو سره په خبرو کښې په ايران کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو د وروستۍ شمېرنې په اړه په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې دوه زر 392 نويو بيمارانو پېژندنې ته په اشارې سره وويل، تر اوسه د قطعي تشخيصي معيارونو له مخې په ايران کښې يو لک نهويشت زره 341 تنه په کورونا وائرسو اخته شوي دي.
جهانپور همدارنګ په تېره څلوريشتو ګېنټو کښې د ۶۶ تنو مړينې ته په اشارې سره زياته کړه په ايران کښې د کورونا وائرسو له کبله د مړو شمېر اوه زره ۲۴۹ تنو ته رسېدلے دے.
په نړۍ کښې هم په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر له پينځو ميلينو اوړېدلے دے چې له دغو څخه لږ تر لږه درې لکه پينځويشت زره تنه مړۀ شوي دي اودوو ميليو زيات هم ښه شوي دي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.