په ايران کښې تقريبا يو لک اته زره کورونائي بيماران روغ شول
د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ، په ايران کښې تر اوسه په کورونا وائرسو اخته يو لک اوه زره ۷۱۳ تنه ښۀ شوي دي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.
د ايران د روغتيا د وزارت د عمومي تعلقاتو او اطلاع رسونې مشر کيانوش جهانپور نن له خبريالانو سره په خبرو کښې په ايران کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو د وروستۍ شمېرنې په اړه په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې دوه زره ۲۳ نويو بيمارانو پېژندنې ته په اشارې سره وويل، تر اوسه د قطعي تشخيصي معيارونو له مخې په ايران کښې يو لک اوه دېرش زره ۷۲۴ تنه په کورونا وائرسو اخته شوي دي.
جهانپور همدارنګ په تېره څلوريشتو ګېنټو کښې د ۳۴ تنو مړينې ته په اشارې سره زياته کړه په ايران کښې د کورونا وائرسو له کبله د مړو شمېر اوه زره ۴۵۱ تنو ته رسېدلے دے.
په نړۍ کښې هم په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر پينځو ميلينو پينځه لکه اتلس زرو تنو ته رسېدلے دے چې له دغو څخه لږ تر لږه درې لکه ۴۷ زره تنه مړۀ شوي دي او تقريبا دوه ميليونه درې لکه دولس زره هم ښه شوي دي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.