د ایران افغانستان تجارتي مبادلات عادي شرائطوته ګرځيدلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90340-د_ایران_افغانستان_تجارتي_مبادلات_عادي_شرائطوته_ګرځيدلي
د ایران او افغانستان د ګډې تجارتي کوټې مشر د دوغارون پولې پرانیستل کیدا ته په اشارې سره هم وئيلی دي ، افغانستان د ایران لپاره د صادراتو دپراختیا له پلوه یو ډير مهم هیواد حسابیږي او د شیانو په ټرانزیټ او همداراز د اورآسیا له غړو هیوادونو سره دتجارتي اړیکو په پراختیا کې هم ورته ډير پام کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2020 10:25 Asia/Kabul
  • د ایران افغانستان تجارتي مبادلات عادي شرائطوته ګرځيدلي

د ایران او افغانستان د ګډې تجارتي کوټې مشر د دوغارون پولې پرانیستل کیدا ته په اشارې سره هم وئيلی دي ، افغانستان د ایران لپاره د صادراتو دپراختیا له پلوه یو ډير مهم هیواد حسابیږي او د شیانو په ټرانزیټ او همداراز د اورآسیا له غړو هیوادونو سره دتجارتي اړیکو په پراختیا کې هم ورته ډير پام کیږي .

د ایران او افغانستان د  ګډې تجارتي کوټې مشر سیدحسین سلیمي نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي د کروناویروس په خوریدا سره د شیانو د وارداتو لپاره د افغانستان له خوا یولړ محدودیتونه رامینځةشوي،چې دم ګړۍ  دغه محدودیتونه ختم شوي او دغه هیواد ته د شیانود واردیدا شرائط  عادی شوي دي .

 سلیمي زیاته کړې ده ،افغانستان ته د تلو لپاره  دایرانیو بار وړونکو ګاډو د ډرائيورانو لپاره وزیرې صادیریږي او د تګ راتګ لپاره هیڅ مشکل نشته .

 د ایران او افغانستان د ګډې تجارتي کوټې مشر  د دوغارون پولې پرانیستل کیدا ته په اشارې سره هم وئيلی دي،افغانستان د ایران لپاره د صادراتو دپراختیا له پلوه یو ډيرمهم هیواد حسابیږي  او د شیانو په ټرانزیټاو همداراز د اورآسیا له غړو هیوادونو سره  دتجارتي اړیکو  په پراختیا کې  هم ورته ډير پام کیږي .

  افغانستان  ته دایران په زیاتره صادراتو کې مصرفي او خوراکي شیان  شامل  وي او د دواړو هیوادونو ترمنیځ د تجارت  اندازه هرکال  کابو درې میلیارډ ډالري ارزښت لري .