د امریکا له خوا د ایران دایټمی معافیتونو لغوه کول
ایران پخپلو ایټمي سایټونو کې د روسیې او چین په څير د ۱+۴ ډلې له ځینو هیوادونو سره ګډې ایټمي پروژې اجرا کړي دي . له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلو وروسته د ایران په ضد دامریکا د یواړخیزو بندیزونو له اعمالیدا سره سره،واشنګټن له یران سره دایټمي ملګرتیا په زمینې کې د ځینو معافیّتونو رعایتولو ته مجبوریږي .
امریکا د ۲۰۱۸کال د مئ په اتمه نیټه له جامعې نړیوالې آیتمي موافقې له وتلو وروسته ، ایران په ضد ایټمي بندیزونه بیرته اجرا کړي دي . دغه بندیزونه یو اړخیز او د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزي ده . که څه هم واشنګټن مجبوره دی د ایران دا یټمي ملګرتیاؤ د بخښلو پشمول ځيني معافیّتونه رعایت کړي ،خو اوس ئې همدغه چا ره هم څنګةکړې او سترګې پرې پټوي .
په دې زمینې کې دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو وئيلی دي ، دغه هیواد له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې سره اړونده ایټمي معافیّتونه لغوه کړي او له ایټمی پروګرام سره په ارتباط کې ئې دوه نور ایرانیان هم بایکاټ کړي دي. مایک پمپئو پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ، له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې سره اړونده د ایټمي پروژو دبندیز معافول نور پاي ته رسوي ، چې په شپیتو ورځو کې به اجرا شي . دایران دایټمي فعالیتونو زیاتیدا ایجابوي ، چې دغه ملګرتیا پاي ته ورسیږي .
هغه په یوه بل پیغام کې هم وئيلی دي ،زه همداراز د ایران ایټمي یورانیمو د پخولو دپروګرام پر دوو هدایتونکو مجید آقايي او امجد سازګار بندیز لګوم. ایراني پوهان باید وټاکي ،یا په سوله ایز ډول د خپریدا له حوزې بهر کار وکړي او یا هم دبندیزونو له خطرې سره مخامخ شي . پمپئو او د ټام کاټن په مشرۍ د جمهوری غواړو سناتوران ویوه ډله دایران په ضد ددباؤ د اعمالولو او همداراز د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دپاتې برخو دله مینځه وړلو لپاره ددغو معافیّتونو په جذفولو پسې ده .
د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمینو دکنټرول دفتر(اوفک)هم یو لړهغه جزیات چې له دې مخکې ئې د ایټمي معافیّتونو دلغوه کولو په باب په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې خپرۀ کړي ووتائيد کړل .
روئيټرز خبری آژانس هم راپور ورکړی،امریکا له بندیز څخه د ایران د بوشهر ایټمی بریښنا کوټ سره د ایټمی ملګرتیا معافیّت تر نوی ورځو پورې تمدید کوي ،خو له ایران سره به د اروپا، روسیې او چین د شرکتونو د سوله ایزې ایټمي ملګرتیا په باب نور څو معافیّتونه او بخښنې تمدید نه کړي . د لویدیځي شناندو په اند،ددغو بخښنو صادریدا،د یورانیمو دپخولو دسوئې د زیاتولو لپاره دتهران انګیزه کمه کړې او ددغه هیواد دایټمی پروګرام په باب داطلاعاتو دترلاسه کولو لپاره یوه ارزښتمنه کړکۍ شمیرل کیږي .
ایران پخپلو ایټمي سایټونو کې د روسیې او چین په څير د ۱+۴ ډلې له ځینو هیوادونو سره ګډې ایټمي پروژې اجرا کړي دي .له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلو وروسته د ایران په ضد دامریکا د یواړخیزو بندیزونو له اعمالیدا سره سره،واشنګټن له یران سره دایټمي ملګرتیا په زمینې کې د ځینو معافیّتونو رعایتولو ته مجبوریږي .د ډونالډټرمپ دحکومت دغه اقدام د خیرښیګڼې له پلوه نه ،بلکې د اجبار په دلیل دی . پر دې اساس،د امریکا د وخت حکومت ، د ایران په ایټمي پروګرام کې د استفادې وړ شیانو له صادراتو سره د ځيني یو اړخیزو بندیزونو لپاره یو شمیر بخښنې یا معافیّتونه صادر کړي.د ټرمپ حکومت هم د ۲۰۱۸کال په مئ میاشت کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلو سره سره د ایران او ددغې ډلې دنورو غړو ترمینځ ایټمي ملګرتیاوې له بندیزونو معاف کړې .د امریکا موخه له دې ډاډمنیدا وه چې ایران دیورانیمو پخول په محدوده سویه وساتي او نور ئې زیات نه کړي .په عین حال کې واشنګټن د ۲۰۱۹کال په مینځنیو کې له دغو ځيني بخښنې،لکه،له ایرانه د درندو اوبو د اخستو او په ټيټو سویو سره د یورانیمو د پخولو دبندیزونو ختمول ،لغوه کړل .د امریکا دغه اقدام په بشپړ ډول د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک د مادو خلاف ورزي وه او یوازې د ډونالډټرمپ د حکومت د سرزورۍ په اساس او له ایران سره له هر ډول ایټمی ملګرتیاؤ څخه دنورو هیوادونو د غړولو په خاطر ترسره شوی دی . په عین حال کې د ایران په ضد دامریکا دزیاتره دباؤ د پلان په لړ کې چې له بندون سره مخامخ شوی ،اوسد ټرمپ حکومت په یوه بل بدماش او خپل سري اقدام کې حتی د ۱+۴دلې د غړو هیوادونو له خوا له ایران سره د ایټمي ملګرتیاؤ په زمینې کې پاتې تر ټولو لږ معافیَتونه هم ونه زغمل شول او دا ئې هم د خپلو بندیزونو په لیسټ کې شامل کړي دي .
اسلامی ایران په کرتو ټينګارکړی دی،چې د امریکا دباؤنو او غوښتنو ته هیڅکله هم نه تسلیمیږي .د ټرمپ حکومت د صهیونیسټ رژيم د غوښتنو په چوکاټ کې د ایران له هرډول ایټمي توانمنیو او فعالیتونوسره په تیره بیا د ایټمی يورانیمو دپخولو له حق سره مخالف دی،په عین حال کې تهران،د امریکا دزیاتره دباؤ د سیاست په وړاندې د :زیاتره مقاومت :سیاست غوره کړی او د واشنګټن له دوامدارو دباؤنو سره سره هماغه شان د سوله ایزو ایټمی فعالیتونوپشمول د خپلو حقوقو پر خوندي ساتنې ټينګار کوي او د ۱+۴ ډلې له غړو هیوادونو سره د ایټمی ملګرتیاؤ دغوڅیدا په بڼه کې ددې جوګه دی،چې پخپلو داخلی توانمینو او د خپلو پوهانو اومتخصصانو په مټ په تکیې سره ، ګډې ایټمي پروژې سر ته ورسوي ..