جنرال باقري:
ایران د دښمن د هرډول محاسباتي غلطۍ پریکنده ځواب ورکوي
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز په دې خبرې سره چې دښمنان د ایران خلاف له فتنه جوړونې یوه شیبه ډډه نه کوي، ټینګار وکړ: ایران د دښمن د هر ډول محاسباتي تیروتنې پریکنده ځواب ورکوي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز په دې خبرې سره چې دښمنان د ایران خلاف له فتنه جوړونې یوه شیبه ډډه نه کوي، ټینګار وکړ: ایران د دښمن د هر ډول محاسباتي تیروتنې پریکنده ځواب ورکوي.
جنرال محمد باقري نن د ایران د اسلامي جمهوریت د ارواښاد بنسټګر امام خمیني(رح) د وفات د کلیزې په درشل کښې څرګنده کړه: د امام خمیني له وفاته د ۳۱ کلونو په تیریدو سره د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د دښمنانو له ټولو دسیسو سرهسره وتوانیده چې په اسلامي نړۍ کښې او له هغې بهر د ولسونو استکباري ضده او د سلطې خلاف مقابلو او د اسلامي مقاومت او بیدارۍ د توانمندولو لپاره د سټراټیجک نفوذ او فکري او معنوي اقتدار نفوذ زیات کړي.
جنرال باقري څرګنده کړه: د دښمنانو د غوښتنې په اپوټه اسلامي ایران له سختو لارو او پیښو څخه په سرلوړۍ سره په تیریدو سره له بل هر وخته په لالوړه توګه د خپل اقتدار او سترتوب لارې ته دوام ورکوي.
د ویلو ده چې راتلونکې چهارشنبه یعنې د غبرګولي د میاشتې څوارلسمه نیټه د حضرت امام خمیني(رح) د وفات له ۳۱ کلیزې سره برابره ده.