جواد ظریف د رمضان عبدالله د مړینې په هکله تسلیت ووایه
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د ارواښاد مشر رمضان عبدالله شلخ د مړینې په هکله تسلیت ووایه .
جواد ظریف نن د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د ارواښاد مشر رمضان عبدالله شلح د مړینې په مناسبت په یوه (۱) پیغام کښې ډاګینه کړه هغه د صهیونیسټ رژیم پرضد د مبارزې او د جهاد په ډګر کښې په زاړې مخینې سره د فلسطین په ډګر کښې یو(۱) ملي او مبارز شخصیت و چې خپل ژوند یې په سختو شرایطو کښې په زوړرتیا او سرشیندنې او له ټولو ګواښونو او خطرو سره سره په سر لوړۍ سره د مقاومت په ډګر کښې د هڅې ، د سرشیندنې او پایدارۍ او د صهیونیسټ نیواکګرو له نیواک څخه د قدس شریف او د ګران فلسطین د ژغورولو په لاره کښې تیر کړ .
د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ پخوانی مشر رمضان عبدالله شلح له اوږدې مودې ناروغۍ وروسته پرون وفات شو .